Banner

دکوشاني امپراتوری لنډ جاج : : پوهنوال رسول باوري :

26.10.2009 07:07

  

                                                      دکوشاني امپراتوری لنډ جاج


د ميلاد نه پخوا د ٥٠ کلونو په شاوخوا کې د کوچي قبايلو د داخلي مخالفينو په مرسته د يونان باختري دولت له منځه يووړ. بلخ يې ونيو او د يوې نوې امپراتورۍ بنسټ يې چې په بشپړ ډول افغاني بڼه يې درلوده کيښود. ډېر ډاډمن معلومات چې موږ کولای شو د رباطک له ډبرليک څخه لاس ته راوړو. دا ډبرليک د کنشکا د امپراتورۍ په لومړي کال کې ليکل شوی دی. د دغې کتيبې گټور معلومات د کوشاني امپراتورۍ په حدودو پورې اړه لري.
کجولا کدفيسس د کوشانيانو د امپراتورۍ بنسټ ايښودونکی و. نوموړي څلور لوی ولايتونه د بلخ په شاوخوا کې سره متحد کړل. په ٣٠ ميلادي کې د کابل او غزنې سيمې ونيولې. کجولاکدفيسس پر لرغوني آريانا او باختر باندې ٤٠ کاله واکمن و. نوموړي په دې موده کې وکولاى شول چې د پارتي او يوناني شاهانو پاتې شونې له منځه يوسي. د کجولا کدفيسس د زمانې زياتې سيکې له مسو څخه جوړې شوې وې. په مسکوکاتو کې ډېر القاب لکه ديندار، شهنشاه او داسې نور کيندل شوي دي. نوموړى د اتيا کالو په عمر مړ شو. د کجولا کدفيسس نه وروسته ويما تکتو ته واک ورسيد. د رباطک د ليکنې پر بنسټ ويما تکتو د کجولا كدفيسس زوی دی.
تر ويما تکتو وروسته دده زوى ويما كدفيسس تر ١٢٧ ميلادي پورې واکمن و. ويما كدفيسس د کوشانيانو لومړنى ټولواک و، چې د هيواد حدود يې په سوېل کې د گنگا تر سيند پورې پراختيا ورکړه. ويما كدفيسس د چين هيواد سره دوستانه اړيکې درلودې. د روم امپراتور تراجان دربار ته يې يو سفير وليږه. له هغوى سره يې د سوداگرۍ او اقتصادي اړيکې ټنگې کړې. په دغه دوره کې د روم د سکې جوړولو هنري اغيز څرگند دي.
تر ويماكدفيسس وروسته د هيواد اداره دده زوی کنشکا ته ورسيده. کنشکا د لرغوني افغانستان په تاريخ کې د ډېر واک خاوند او نامتو امپراتور و. دده د امپراتورۍ حدود د ختيځ خوا ته د هندوستان بنارس او لوېديځ خوا يې د پارتيانو امپراتورۍ سره يوځای وو او په شمال کې تر کاشغر او يارکند پورې رسېدلي وو. په ختيځ کې يې د چين او په لوېديځ کې يې د روم له هيوادونو سره تجارتي اړيکې درلودې او د کوشانيانو پر مهال د وريښمو نامتو لاره په ځانگړې توگه د کنشکا د واکمنۍ پر مـهال نړيوال شهرت وموند. د خپلې امپراتورۍ د ادارې لپاره يې دوه اداري مرکزونه درلودل ژمنى يې پېښور او اوړنى يې بگرام ټاکلى و.
د مهال په ترتيب د کوشانيانو مهم امپراتوران 


١ کجولاکدفيسس د ٤٠ کلونو څخه تر ٨٠ ميلادي کال : کجولا کدفيسيس د کوشانيانو د امپراتورۍ بنسټ ايښودونکى چې ٤٠ کاله د لرغوني آريانا او باختر پرسيمو  واکمن و.


٢ ويماتکتو د ٨٠ څخه تر ١٠٥ ميلادي کالونوپور : دغه کوشاني امپراتور د لومړي ځل لپاره د رباطک د ډبرليک پر بنسټ وپيژندل شو. د رباطک ډبرليک په ١٣٧٢ لمريز کال د بغلان او سمنگان په سيمو کې وموندل شو.

٣ ويما کدفسيس د ١٠٥ نه تر ١٢٧ ميلادى کالونو پورې:  د کوشانيانو لومړنى امپراتور و چې د هيواد پولې يې د گنگا تر سينده پورې ورسولې او د روم امپراتور تراجان دربار ته يې يو سفير واستاوه.
٤ کنشکا د ١٢٧ څخه تر ١٤٧ ميلادي کاله پورې :  د کوشانيانو د سلسلې ستر امپراتور ګڼل کيږي ،چې دده د امپراتورۍ پراختيا په ختيځ او سوېل کې د هند تر گنگااو  بنارس  پورې په لوېديځ کې د پارتيانو امپراتورۍ پورې په شمال کې کاشغر او يارکند تر سيمو رسيدل .
٥ واسشکا اسوديوا د ١٨٢ کلونو څخه تر ٢٢٠ ميلادي پورې د کوشانيانو وروستنى امپراتور چې ددغې سترې امپراتورۍ پر ټولو سيمو باندې واکمني درلوده تر واسوديوا وروسته محلي امرينو مرکزي واکمني يې د خطر سره مخامخ کړه او محلي حکومتونه لا هم غښتلي شول.
کنشکا په (١٤٧) ميلادي کال کې سترگې له نړۍ نه پټې کړې. د هغه زامن د پلار ستر امپراتورۍ په خپل منځ كې وويشله، په هر گوټ کې هر څوک واک ته ورسيد او په مرکز کې د کنشکا تر مرگه وروسته دده زوی واشکه يا واسوديوا د پلار پر ځاى کښيناست.
وروستنى امپراتور د کوشانيانو تر ولکې لاندې سيمو باندې پوره واکمن و چې د واسشکا د اسوديوا په نوم ياديده. نوموړي په ١٨٢ ميلادي کال کې د امپراتورۍ د چارو واگې تر لاسه کړې. سره له دې چې تر واسوديوا وروسته د کوشانيانو ستره امپراتوري د شهزاده گانو ترمنځ په محلي واکمنيو بدله شوه. خو د کوشانيانو واک او ځواک د امپراتورۍ لاندې سيمو باندې تر ٢٥٠ ميلادي پورې دوام درلود. د سترې ادارې تر ناتوانۍ وروسته محلي واکمنانو او امرينو ته د  سرغړونې موقع برابر شوه. په پایله کې د ساساني سلسلې د نظامي خج له امله د يوې خوا او له بلې خوا په هيواد کې دننه د يوه غښتلي مرکزي ځواک نشتوالي دا موقع برابره کړه، چې محلي امرين او وروسته بيا يفتلي واکمنان پر سيمه د خپلي امپراتوری لمن غوړوي.

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.