Banner

په اخلاقي فلسفه کې دښکلا پېژندنې نظريه

12.11.2009 18:09

ليکوال : شهيدمرتضى مطهري
ژباړن : مجيب الرحمن اميري
مخکې له دې،چې پر موضوع بحث وکړو ؛يوۀ ټکي ته مو بايد پام وي؛هغه دا، چې ممکن ځينې خلک پر دې نظريه دپوهېدلو فکر وکړي،چې ايا اخلاق له مينې او عاطفې څخه عبارت دي ؟ له علم او پوهې څخه عبارت دي ؟ له ارادې څخه عبارت دي ؟ له وجدان څخه عبارت دي ؟ له ښکلا څخه عبارت دي ؟ دټولنې دروزنې په برخه کې څۀ گټه لري؟
داچې که موږ ووايو او که ونه وايو،چې اخلاق له څۀ شي څخه عبارت دي؛خلک عملاً دناوړو اخلاقو پنځوونکي دي او دا پرته له يو لړ هغو علمي بحثونو څخه، چې عملي نتيجه نه لري؛بل څۀ نه دي.داداسې مثال لري، چې که يو چاته وويل شي، چې قورمه په (غ) سره سمه ده ،که په (ق) سره؟ خو هغه ووايي، چې نه په (غ) او نه په (ق) سره ؛بلکې په غوړيو او غوښې سره.
نواوس دا چې اخلاق له څۀ شي څخه عبارت دي؛ممکن ځينې خلک فکر وکړي، چې اخلاق يوازې يو نظري او غير علمي بحث دى؛ خو داسمه نه ده،لومړى په دې ټکي پوهېدل ضرور دي، چې اخلاق له کومې مقولې څخه عبارت دي؛ بيا له يوې مقولې او که له څو مقولو څخه عبارت
دي؛ سترې اغېزې لري؛په دې شرط که موږ پوه شو . که موږ وغواړو، چې اخلاق په ټولنه کې پلي کړو؛ په پيل کې به له ډېرو ستونزو سره مخ شو. هغه کسان،چې طرز و تفکر يې هندي طرز تفکر ته ورته دى ؛وايي چې اخلاق يعنې مينه کول ، دښمن نه لرل، کينه نه کول او وايي، چې که غواړئ اخلاق په ټولنه کې پلي او پياوړي کړئ ؛ نو په ټولنه کې دمينې کولو حس پياوړى کړئ او دا سې کار وکړئ، چې کرکې ، کينې او دوښمنۍ له منځه لاړې شي؛په ټولنه کې دوښمنۍ له منځه يوسئ او دخلکو په زړونو کې مينه پيدا کړئ؛ ددوى په نظر همدا اخلاق دي.
خو هغه کسان ؛لکه سقرات، چې اخلاقو ته دعلمي مقولې په توگه قايل دي ؛بيا بل ډول نظر لري . دوى وايي:خلکو ته زده کړه ورکړئ، ښوونه ورکړئ او پوه يې کړئ؛کله چې خلک پوه شي ؛همدغه پوهه ددوى لپاره اخلاق دي ؛ نو ددې نظريې پر بنسټ هر سړى دفاسدو اخلاقو درلودونکى (فاسدالاخلاق) دى؛ په دې دليل ، چې ناپوه دى، داخلاقي فساد سرچينه ناپوهي ده ؛نو لازمه ده ،چې علم او پوهې ته پاملرنه وشي (علمهم وکفى ) زده کړه وکړئ او زده کړه تربيه او روزنه هم ده،ښوونه له روزنې او روزنه له ښوونې سره تړلې ده ؛ دوى نه وايي، چې کينې او دوښمنۍ له منځه يوسئ؛بلکې وايي علم او پوهې ته پراختيا ورکړئ ؛ نو ايا موږ بايد دټولنې دروزنې لپاره دپوهې کچه لوړه کړو ، يادا چې له پوهې څخه څۀ نه جوړېږي؛ ترڅو کرکې او دوښمنۍ له منځه يو نه سو؟
خو ارستو بيا وايي، چې په يوازې توگه له پوهې څخه څۀ نه جوړېږي؛ بايد اراده پياوړې شي . دى يوه بله لاره هم راښيي: چې په اخلاقو کې بايد دهرچا تکيه پر انساني فطري وجدان باندې وي ؛ دى وايي دانسان په دننه کې داخلاقو يوه سپېڅلې سرچينه شته، چې انسان نېکوکارونو ته هڅوي او له بدو يې ژغوري . داچې رښتيا وايه-دروغ مه وايه،امانت ساته- خيانت مه کوه، قرباني ورکوه ، انصاف کوه؛داټول دهر انسان په دننه کې شته.
انسان هغه وخت دخپل وجدان غږ نشي اورېدلى شي،چې هلته نور غږونه او غوغاگانې موجودې وي . دمثال په توگه:که چېرې په يوه فضا کې ، چې هلته آرامه – آرامي وي ؛يو څوک خبرې کوي، موږ دهغه غږ ښۀ ترا اورېدلى شو؛ خو که په هغه فضا کې غالمغال وي يا زموږ تر څنگ ناست کسان بنگس او خبرې کوي؛ نو بيا دويناوال غږ سم نشو اورېدلى؛ تر څو مخالف غږونه غلي نشي. دليدلو په برخه کې هم همداسې دي . موږ په دې شرط يو شى ښۀ ترا ليدلاى شو، چې گرد او دوړې تر منځ نه وي؛ که هم څومره زموږ سترگې ځواکمنې وي؛خو چې گرد او دوړې زياتې شي، شيان سم نشو ليدلاى؛ په حقيقت کې موږ ليدل کولاى شو؛خو دوړې او گردونه زموږ مخه نيسي؛څو چې هغه له منځه لرې نشي، هغه شى نشو ليدلاى .
نو که له هغه چا څخه ، چې اخلاق دوجدان غږ بولي، وپوښتل شي، چې که وغواړو ټولنه داخلاقو په لور رهبري کړو بايد څۀ وکړو؟
دوى وايي داسې کار وکړئ ، چې هر سړى دخپل وجدان غږ واوري
- هغه څنگه کار ؟
- داسې چې نور شور ماشور کم کړئ ؛هغه غږ (دوجدان غږ ) تل شته او غلى کېدونکى نه دى ،مخالف شور- ماشور مه پرېږدئ ، چې ستاسې تر غوږونو در ورسېږي . په دې ترتيب دى وايي ((اخلاق؛يعنې دخپل زړۀ دغږ اورېدل دي.))
هغه څوک، چې اخلاق دښکلا له مقولې څخه بولي؛وايي په خلکو کې ښکلا پېژندنې حس پياوړى کړى؛که خلک ښۀ ، غوره او نېک اخلاق حس او وپېژني؛ نو له ناوړه کارونو څخه ژغورل کېږي او ځان ترې ساتي .
هغه څوک، چې درواغ وايي، لامل يې دادى، چې درښتينولۍ ښکلا يې نه ده درک کړې، يا څوک ، چې خيانت کوي ، دامانت ښکلا يې نه ده درک کړې؛نو بايد دسړي ذوق پياوړى شي؛ او ذوق له ښکلا سره تړلى دى . داسې کار وکړئ، چې هغه يوازې له مادي او محسوسو ښکلاگانو سره اړيکه ونه لري ؛بلکې معقول ښايست ته هم پاملرنه وشي. پس دا بحث يوازې فلسفي او نظري بحث نه دى ، چې هېڅ عملي بڼه نه لري؛بلکې داسې بحث دى ، چې فوق العاده عملي اثر او بڼه لري ؛تر څو سربېره پر موږ ، ټول خلک يې په پوره ځيرکۍ سره طرح نه کړو؛نشو کولاى، چې خپل اسلامي_ اخلاقي مکتب وپېژنو.
دښايست نظريه _ ايا ښايست(ښکلا) دتعريف وړ دى؟
مخکې مو وويل ، چې داخلاقو په اړه يوه نظريه داسې هم ده ، چې اخلاق دښکلا له مقولې څخه عبارت دي ؛دلته پوښتنې پيداکېږي. لومړى بايد دا پوښتنې ځواب او وروسته خپل مطلبته راشو ، چې وايي:))اخلاق دښکلا له مقولې څخه عبارت دي))
لومړۍ پوښتنه داسې ده ،چې ښکلا څۀ ده؛يانې ښکلا څۀ ډول تعريفېداى شي؟ دمنطق پوهانو په اند دښکلا جنس او فعل څۀ دى؟ داخلي ښکلا په کومه وينا کې ده؟ ايا ښکلا په کميت کې ده ؛ که په کيفيت کې؟ ايا دکيفيتونو جز ده؟ ايا په اضافي مقوله کې ده او يا دهغې برخه ده ؟ ايا يو کار يا فعل دى؟ ايا جوهر دى ؟ ‌او يا له دې پرته ښکلا له څۀ شي څخه جوړېږي؟ ايا کېداى شي، چې دښکلا پېژندنې لپاره فورمول وضع شي ؟ ايا دکيميا په څېر ،چې دمادي څيزونو لپاره فورمول وضع کېږي ؛ همداسې وکړو؛لکه چې وايي:H2O داوبو مرکب فورمول دى؛ ايا ښکلا هم په طبيعت کې همداسې فورمول لري ؟ او بالاخره ښکلا څۀ شى ده؟دا هغه پو ښتنه ده، چې لا تر اوسه هم ورته کره ځواب نه دى موندل شوى، چې ښلا ؛يانې څۀ؟
دځينو خلکو په گروهه دې پوښتنې ته ځواب نشته او ځواب هم نه لر ي. په دې اعتبار ،چې دحقيقتونو په نړۍ کې لوړ حقايق هغه دي،چې دهغو په اړه ويل سم نه وي ؛نو ايا کولاى شو ، ښکلا تعريف کړو ((ځواب؛ نه دى))
فصاحت دښکلا پېژندنې له مقولې څخه عبارت دى؛ په دې برخه کې پوهان وايي:فصاحت په حقيقت کې هېڅ تعريف نه لري ( مما يدرک ولا يوصف )يانې درک کېداى شي ؛خو تعريفېداى نشي. موږ په نړۍ کې هم ډېر داسې شيان وينو ، چې درک کېداى شي؛ خو تعريفېداى نشي؛ ښکلا هم همداسې ده .
اپلاتون هم ښکلا تعريف کړې؛خو ددۀ تعريف له يوې خوا سم نه برېښي او له بلې خو بشپړ او پوره نه دى. اپلاتون وايي:((ښکلا)) دکُل او اجزاوو ترمنځ هماهنگۍ ته وايي؛ مانا دا، چې که موږ لکه يوه ودانۍ يو کُل ولرو، چې اجزا يې دېوال، چت، ور او نور وي ؛ په يوۀ ښلي تناسب وکارول شي؛ همداکُل ښکلا ده . ددې ودانۍ د ښکلا لامل يې داجزاوو تر منځ تناسب دى . اوس ويل کېږي ،چې ايا دا سمه ده،چې(( ښکلا)) ؛يانې تناسب؟ او ايا ويلاى شو، چې دښکلا په برخه کې تناسب څۀ شى دى ؟ايا دلته هم داسې ويلاى شو ؛ لکه په اوبو کې ، چې وايي(د Hاندازه څومره ده؛ دo اندازه څومره ده؟)؛د بيا هم ځواب نه دى . ايا موږ کولاى شو ښکلا تعريف کړو: بياهم ځواب نه دى . لازمه نه ده ،ددې لپاره ، پر حقيقت اعترف وکړو؛هېڅ اړتيا نه لري ، چې لومړى هغه تعر يف کړو؛ که يې تعريف هم کړو؛ تعريفولاى يې نشو؛ نو ويلاى ، چې ښکلا دماهيت (څۀ والي ) له پلوه مجهوله ده؛ خو په حقيقت کې وجود لري او بشر هغه نشي تعريفولاى . حتاتر دې ، چې بشر نشي کولاى دبرېښنا قدرت وپېژني ؛ خو په دې شک نه کوي ، چې وجود لري ؛يانې پر وجود يې شکي نه دى.
ښکلا مطلقه ده که نسبي؟
دويمه پوښتنه ، چې دلته مطرح کېږي؛ دا ده چې ښکلا مطلقه ده؛که نسبي؛يانې هغه څۀ ، چې ښکلي دي ؛ هغه په خپل ذات کې ښکلي دي ؛پرته له دې ، چې انسان دهغه ښکلا درک يا درک نه کړي . ايا ښکلا په رښتيا سره يو حقيقت دى،چې وجود لري ، يا ددرک کوونکي او درک شوي تر منځ يوه مرموزه رابطه ده . ستاسې په نظر به يو انسان ښکلى وي؛ خو دنورو په نظر به ښکلى نه وي ؛ نو ددې قول پر بنسټ ښکلا مطلق حقيقت نه دى ؛ يانې ممکنه ده، چې يو سړى ديو چا په نزد ښکلى وي ؛ خو دنورو په نزد تر هغه بل بدرنگه نه وي . دمجنون نوموتې کيسه هم دې ته ورته ده . مجنون به ، چې کله دخپلې ليلا په ستاينه کې کوم غزلونه او شعرونه ويل؛ هارون رشيد به سوچ کاوۀ، چې ليلا به داسې يو څوک وي ،چې نظير به يې په ټوله نړۍ کې نه وي ؛ خو کله ، چې هارون رشيد هغه کوچۍ او وحشي ليلا وليدله؛نو تر هغې توره ، سوې او بدرنگه ښځه بله نه وه او حتا بېخي دليدلو وړ نه وه
دا په خپله دهغې مسلې برعکس ده ، چې وايي: ځينې خلک فکر کوي ، چې ښکلا مينه زيږوي ؛ سمه داده، چې مينه ښکلا زيږوي؛ يانې لومړى مينه پيدا کېږي او بيا له مينې ښکلا پيدا کېږي؛ خو هرگوره دايوه افراطي نظريه ده؛ دا نشي کېداى، چې په بهر کې په کُلي توگه انکار وکړو
دا سمه نه ده ،چې ښکلا سل په سلو کې دمينې زېږنده ده او مينه يو گذاف حقيقت دى، چې دواړه يو ځاى پيدا کېږي ؛بلکې ښکلا يو حقيقت دى؛ که نسبي حقيقت هم وي ؛ بيا هم په خپله حقيقت دى .


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.