Banner

د ښځې د طلاق «بيلتون» هر اړخيزه پېژندنه :مفتي ميراث مولوي عبدالقادر «قانع»

14.11.2009 10:38

لیکنه: مفتي میراث مولوي عبدالقادر «قانع»
د ښځې د طلاق «بيلتون» هر اړخيزه پېژندنه
لکه څرنګه چې اسلام له مېړه نه غواړي چې د خپلې ښځې په نسبت نيکو کار وي، او له ښځې غواړي چې تل له مېړه سره ښه وکاندي. او د لوی خدای د هغې توصيې په تائيد او تاکيد چې د مېړه او ښځې تر منځ په ښه او ليدو اثر کوي. ډېر نبوي (ص) ارشادات او لارښونې هم راغلي دي له دغې جملې څخه يو هم هغه توصيه ده چې نبي کریم (ص) د مسلمانانو په منځ کې چې خدای ته د ورتګ په درشل ولاړ وؤ خپله مبارکه خوله پرې خوزولې وه. ده فرمايلي وؤ.
«د ښځو په باره کې وصيعت وکړي او له هغوی سره ښايسته ژوند وساتئ» همدارنګه يو بل ځای فرمايلي چې «د ايمان له حيثيته هغه مومين بشپړه دي چې تر نورو ښه او ښايسته اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې د خپلو ښځو په اړوند نیکوکار او خیر رسان وي.»
همدارنګه یو بل ځای ارشاد فرمايلی «چې مومين ته نه ښايي چې له مومنې ښځې سره کينه وکړي او بده يې وګڼي ځکه چې که يو عادت يې بد ګڼي نو بل خو به ضرور ښه هم ګڼي.» يانې که يو بد خوی پکې وي نو يو خوی خو به ښه پکې وي. او مېړه ته پکار دی چې ښه خوی يې په نظر کې ونيسي.
او په بده سترګه ورته و نه ګوري. خو بيا هم کله داسې پېښېږي چې د ښځې او مېړه ژوند له ناخوالو او کشمکش سره مخامخ شي. د يو او بل سره يې ګذاره سخته شي نو داسلام مقدس دين دې دې رنځ لپاره وروستي درمل طلاق او بيلتون ګرځولی دی. د طلاق بابا يو پيچلی او سخت باب ديږ چې ډېر ډولونه، ناويشلونه او مشکل احکام او مسايل لري. او زياتره وګړي پرې نه پوهېږي. نو غواړم چې د طلاق هر اړخيز بيان د وس او توان په انډول ستاسو په چوپړ کې روښانه او وړاندې کړم.
لومړی د طلاق پېژندنه! روا والی او د هغه حکمت
په لغوي لحاظ سره په طلاق کې د دیني پوهانو دوې رایې دي چې ځینې وايي طلاق د قید «ولکې» لرې کولو ته وايي. او ځینې بيا طلاق «د بيلتون څخه عبارت بولي» او طلاق په شرعي اصطلاح کې د خاوند او ښخې له خوا سمدستي یا وروسته دصحیحي نکاح له منځه وړلو ته وايي او د طلاق روا والی په څلور ګونو دليلونو یانې آیات، حدیث، عقل او اجماع ټولو سره روښان ثابت دی. لکه الله تعالی فرمايي:
طلاق «رجعي» دوه کرتو پورې دی او د دې څخه پس یا ساتل دي په نیکۍ سره د شریعت دستور مطابق او یا په ښه ډول پرېښودل دي.
او بل ځای الله تعالی فرمایلي چې: «ای پيغمبره هغه مهال چې تاسو ښځې طلاق کوی نو په وخت د عدت کې یې طلاقوی» او یا لکه بل ځای فرمایلي «په تاسو باندې هیڅ ګناه نشته که چېرې تاسو ښځو ته طلاق ورکړئ تر څو پورې چې ستاسو لاس هم ورپورې نه وي لګېدلی.»
او همدارنګه له حضرت عمر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) د مومینانو مور بي بي حضرت حفصه (رض) طلاقه کړه، او بېرته یې ورته رجوع «واپسي» وکړه.
او همدارنګه له عبدالله ابن عمر (رض) څخه روایت دی چې زما یوه ښځه وه چې په ما باندې ډېره ګرانه وه خو زما د پلار عمر (رض) نه خوښېدله. پلار مې راته امر وکړ چې طلاقه یې کړه خو ما انکار وکړه. بیا زما پلار دا یادونه رسول الله (ص) ته وکړه. نو رسول الله (ص) ماته وفرمایل چې ای د عمر (رض) زویه طلاقه یې کړه. او همدارنګه فقهي پوهان د طلاق په روا والي باندې سره متحید دي.
او عقل هم د دې په منلو باندې قایل دی. هغه داسې چې که یو مېړه د ښځې په اخلاقو کې داسې څه بدي پیدا کړي چې په ځای باورلو وس یې نلري او زنده ګي یې د ناخوالو سره مخامخ نشي نو څه وکړي؟ نو ځکه د اسلام مقدس دین په دغسې یو لړ حالاتو کې طلاق روا وګرځولو چې ښځه او مېړه سره بېل شي. نو مېړه ته یې د طلاق اجازه ورکړه او ښځې ته یې دا حق ور وبښلو چې له مېره څخه بېلتون وغواړي. او د ځان د بېلولو په بدل کې مېړه ته ځه حال هم ورکړي. او که مېړه ورسره دا خبره و نه منله نو کولای شي چې ښځه د طلاق اخیستلو موضوع تر قاضي هم ورسوي تر څو خوشحاله او سوکاله ژوند ترلاسه کړي.
نو د طلاق د روا والي حکمت دا دی چې د نکاح اصلي موخه د ښځې او سړي تر مینځ دوستي، مینه، او یو پر بل ترحم دی. چې یو بل ته په ټوله هڅه خوښي او هوساینه ور وبښي. خو دا چې وصال او بیلتون او همدارنګه مینه او کرکه لکه خور او ورور دی.
نو کله داسې هم پیښه شوي چې مینه په کرکه بدله شي د یو او بل سره یې اړیکې خرابې او ګردمنې شي او د ژوند په تېرولو کې ستونزه رامنځ ته شي. او په یوه طریقه هم د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې بریالي نشي. نو په داسې حال کې اسلام طلاق ر وا وګرځولو. تر څو هر یو ځان ته نوی ژوند پیل کړي. او کیدای شي چې د تېر ژوند په انډول به یې پاتې ژوند په خوشحالۍ او سوکالۍ کې تېر شي. نو د مېړه او ښځې په منځ کې د ناخوالو ډک ژوند او د بدې ارواه ځورونکې رنځ لپاره اسلام طلاق یوه وروستۍ درملنه ګرځولې ده. خو هر سړی باید په طلاق کې له زغم څخه کار واخلي، بې صبري او بېړه ونکړي. همدا وجه ده چې اسلام لارښونه کوي چې لومړی باید په پاکوالي کې یو طلاق ورکړی شي ځکه کېدای شي چې د عدت په دوران کې د خاوند په زړه باندې د تېر ګډ ژوندون خوشحاله او خوږې شپې ورځې راوورېږي او په خپلو کړنو پښېمانه شي او ښځې ته رجوع «واپسي» وکړي.
او دا هم کېدای شي چې ښځه د خاوند د زړه ساتلو او د ګډ ژوندون د سمون لپاره د خپلې رایې تجدید وکړي نو له همدې کبله اسلام په طلاق کې بېړه او بې صبري ښه نه ده ګڼلې.
دویم د طلاق عام او خاص حکمونه!
د طلاق د عام حکم په اړوند د دیني پوهانو څخه رایې رانقل شوي دي. لومړی دا چې زیاتره د فقهې پوهان وايي چې طلاق ورکول د شرعي لامل څخه پرته روا نه دی، اصل په طلاق کې د شریعت له خوا منع دی. کله الله تعالی فرمایي «پس که دوس ستاسو فرمانبرداري وکړله نو بیا تاسې په دوی باندې لاره مه لټوئ» همدارنګه د رسول الله (ص) ارشاد مبارک دی چې: «د الله په نیزد ډېر ناخوشه په حلالو کې طلاق دي.»
دا رنګه بل ځای فرمایي چې «طلاق مه ورکوئ ځکه چې د طلاق هیبت د الله عرش لړزوي.»
دویم دا چې د فقهي پوهان بیا په دې نظر دي چې اصل په طلاق کې رباحت «روا والی» دی. اګر چې طلاق ته څه اړتیا و نه لیدل شي. ځکه د دوی لپاره دلیل دا مبارک آیات دی چې الله تعالی فرمایلي«په تاسو باندې هیڅ ګناه نشته که چېرته تاسو ښځو ته طلاق ورکړئ تر څو پورې چې ستاسو لاس هم ورپورې نه وي لګېدلی.» لکین که محاکمه وکړو او د نکاح اصلي موخې ته ځېر شو نو لومړی نظر د تاید او مننې وړ دی. او د دویم نظر خاوندانو له دلیل څخه ځواب دا دی. چې د ګناه نشته مطلب دا دی چې که د کوم شرعي لامل د وجې نه ښځې ته طلاق ورکړل شي. ځکه چې د بدې خبرې تائید د صحیحو حدیثونو څخه په ډاګه کېږي. لکه ثوبان (رض) روایت کړی دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: «هرې ښځې چې بغییر د کوم شرعي سبب نه طلاق او بیلتون وغوښته د جنت بوی پرې حرام دی.» او د طلاق خاص حکم چې د ښځې سره دی پنځه ډوله دی:
۱- واجب طلاق: په هغه صورت کې طلاق واجب ګرځي چې یا خو ښځه پاک لمنه نه وي او یا دا چې د ښځې او مېړه حکمین (مشران) دا نظر ورکړي چې نور د دوی ګډ ژوند ناشونی دی.
۲- مستحب طلاق: طلاق په هغه صورت کې مستحب دی. چې ښځه د الله حکمونه لکه لمونځ، روژه، او داسې نور نه پرځای کوي او مېړه یې هم له اړباسو څخه بې ځواکه وي.
۳- مباح طلاق: په هغه صورت کې طلاق ورکول مباح دي چې ښځه بد اخلاقه وي، خو دومره بد اخلاقه نه وي چې د مېړه د صبر ځواک ورته ختم شي.
۴- مکروه طلاق: طلاق په هغه صورت کې مکروه ګرځي. چې د طلاق د کمزوري لامل اګر چې شتون ولري خو دومره پیاوړي لامل نه وي چې د مېړه زغم بلکل له منځه یوسي.
۵- حرام طلاق: طلاق هغه وخت حرام دی. چې د طلاق لپاره هیڅ قسم شرعي لامل وجود و نه لري. د بیلګې په توګه د یو مېړه د بلې ښځې ښکلا خوښه شي. او خپله پخوانۍ ښځه ورته طلاق کړي. نو دا یوه ناوړه کړنه ده لکه وړاندې د یو آیت شریف ذکر وشو چې «پس که دوی ستاسوفرمانبرداري وکړه نو بیا تاسو په دوی باندې لاره مه لټوی.»
نوربیا
اخځليکونه
۱- سورة بقره ۲۲۹
۲- سورة الطلاق ۱
۳- سورة الشعراء ۲۳۶
۴- ابو داود نسائي ابن ماجه
۵- بخاري، مسلم، ترمذي، ابن ماجه
۶- سورة النساء ۳۴
۷- ابو داود ابن ماجه، المتدرک للحاکم
۸- سورة البقره ۲۳۶
۹- بخاري، مسلم

محمد ولی ستانکزی 16.11.2009 06:53

پورته ټول ذکرشوی مالومات په واقعی ډول ډیر ښه او پوره مالومات دي کوم چې د طلاق په مشروعیت او دطلاق په اقسامو لیکل شوي دي.
خو زه لږ څه غواړم چې دلته یی زیات کړم هغه دا چې طلاق ورکول خو د سړی حق دی او دا یوه شریعی خبره ده.
آیا ښځه هم کولای شي چې د خپل میړه څخه جداشی او که څنګه؟ دا موضوع ډیره تفصیلی موضوع ده چې د تفصیل څخه يي زه پخپله عاجز یم. خو دومره کولای شم چې ښځه په کومو حالاتو کې کولای شی د خپل میړه څخه تفریق یا جدا شی. نه طلاق ورکول خپل میړه ته. په لاندې څلورو ډولونو بیانیږی!
۱- تفریق د ضرر په سبب.
۲-تفریق د عیب په سبب.
۳-تفریق د عدم انفا ق په سبب.
۴-تفریق د غیابت په سببږ
او یو ډول بل هم وجود لری چې هغی ته خلع وایی چې دا د اسلام په مبارک دین کې یو روا او شریعی عمل دی.

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.