Banner

د زلزلې ډولونه او منځته راتګ يې: سيد مسلم پاچا

16.11.2009 07:11

بسم الله الرحمن الرحيم

د زلزلې ډولونه او  منځته راتګ يې

  ليکنه سيد مسلم پاچا

١- زلزله څه شى ده؟

د ځمکې د کرې لړزيدنې ته زلزله وايې . دغه لړزيدنه څو ثانې دوام لري خو په لږه شيبه کې هر څه په بل مخ اړوي . چې د شلمي پيړۍ په اوږدو کې د زلزلو په نتيجه کې څه نا څه يو مليون انسانان ضايع شوي دي. او ورسره يې بې شيمره مالي زيانونه ګاللي دي .

په هر کال کې په سلګونو زلزلې پيښيږي چې په منځنې توګه په هره دقيقه کې يوه يا دوي زلزلې د ځمکې خاورينه کره لړزوي . په دغو زلزلو کې بعضي دومره سپکې وي چې انسان يې نه شې حس کولى يواځې د زلزلې حساسي دستګاوي يې ثبتوي مګر ځني بيا دومره قوي او زوره ورې وي چې د سترګو په رپ کې د ځمکې پر مخ ولاړي ودانې له منځه وړي

زلزلې نه يواځې په لويو وچو کې واقع کېږې بلکې  د اوبو په لويو سمندرو نو کې هم واقع کېږې لکن د ځمکې پر مخ ټولي سيمې  يو شان زلزلې نه لري .

په ځينو سيمو ډير زياتي او په ځينو سيمو کې کمې او په بعضې سيمو کې بلکل زلزلې نه واقع کېږې سخته او قوي زلزله يو ډيره ډارونکې پيښه ده خصوصا کله چې د انسانونه  نه په ډکه سيمه کې واقع شي  ددغسې زلزلې د زيان اندازه د بل هر ډول طبعي پيښې سره د مقايسې وړ نه ده د مثال په توګه په جاپان کې په ١٩٢٣م د سپتمبر د لومړي نيټې زلزلې په څو ثانيو کې (١٢٨٢٦٦) کورونه د خاور لاندې کړل او (١٢٦٢٣٣) کورونه يې زيانمن کړل تقريبآ (٨٠٠) بيړي يې په سمندر کې ډوبې کړي، ( ١٤٢٨٠٧) انسانان يې مړه کړل  او د سلو زرو نه زيات انسانان يې ژوبل کړل

 

زلزله په تاريخ او افسانو کې

تاريخ او افسانې څرګندوي چې ځمکه له ډيرو پخوا زمانو څخه راپدېخوا د لړزښت په حال کې ده لومړني د قيق معلومات چې د بشر لاس ته ورغلي د يو نان د کورنيت (corinth) ښار د زلزلې په اړه دې چې د ميلاد نه (٨٥٦) کاله د مخه منځ ته راغلي وه وويل کېږې چې کورنيت (corinth) هغه ښار دې  چې زلزلې (٩) ځله وران کړې دې . او تقريبآ (٤٥) زره انسانان پکې وژل شويدې .

لومړنيو انسانانو د زلزلې د پيښيدو په اړه مختلفې انګرنې لرلې ځينو فکر کاوه چې ځمکه څلورو غوايانو په شاه نيولې ده . کله چې دغه غوايان حرکت کوي زلزله پيښيږي ځينو بيا ويل چې ځمکه د يو غوايې په ښکر باندې ولاړه ده کله چې دغه ښکر ستړې شي نو بل ښکرته د بدليدو په وخت کې زلزله رامنځته کېږې .

لرغوني يونانيان په دې عقيده وو. چې ځمکه يو انسان ډوله رب النوع چې  اطلس نوميږې په خپله يوه اوږه نيولې ده کله يې چې د يوي اوږې نه بلې اوږي ته ليږدوې نو ځمکه لړزيږي او زلزله واقع کېږي ځينو بيا دا عقيده لرله چې د ځمکې په دننه کې يو لوى ښامار پروت دې کله چې دا ښامار و غواړي خپله لکۍ و څټې د خپله ځايه حرکت کوي او د ځمکې د ټولې کرې نه چاپيره تا ويږي چې د دې حرکت په نتيجه  کې زلزله واقع کېږې

کله چې په ځمکه باندې د لومړي ځل لپاره د اورګاډي پټلۍ غځيدله نو ددې عقيدې پيروانو يې په کلکه مخالفت وکړ . او ادعا يې کوله چې هغه ميخونه چې د اورګاډي په پټلۍ باندې ټکوهل کېږې ښايې دغه ښامار زخمې کړي او د سختو زلزلو د منځته راتګ سبب شي .

د بابليانو په رواياتو کې راغلې دې چې په اسمان کې د زحل  مشتري او مريخ سياري په ځمکه کې د زلزلو د واقع کېدو سبب ګرځې .

لومړني چېنايان هم پدې عقيده وو چې د زلزلو د واقع کېدو خبر مونږ ته ستورې راکوي خو يو چېنايې ليکوال پونيانګ ( ponyong) بيا د زلزلې د واقع کېدو په اړه بل ډول نظر لري

 

 

 

کله چې  يانګ(yang) محوه شي او ځان نه شي ښکاره کولې او يا يې يېن( yin)مخه و نيسي او پورته راپريښودلو ته يې نه پريږدې نو په دغسي وختونو کې زلزله واقع کېږې  

لومړنيو انسانانو د زلزلو او اورغورزوونې ( اتش فشان ) په منځ کې تو پير نه شو کولي او دواړه يې اسماني بلاوې ګڼلې .

د يوې رومي افسانې په اساس د ځمکې کره په دريو ستنو  ريحان ، اميد، او بخشش باندې ولاړه ده.که چېرې يوه له دغو ستنو څخه د خلکو د ناوړه او ناروا کړو وړو له امله متززلزله شې نو ځمکه د هغو د پوهولو او تنبيې لپاره په لړزيدنه پيل کوي .  د ژوستين (justinain) د امپراتورۍ په زمانه کې يو قانون تصويب شو چې د هغې په اساس که به چا کومه ناروا يا د کفر خبره وکړه نو سزا به يې مرګ  وه 

ځکه هغوي په دې عقيده وو چې دغه رنګه ناوړه اعمالو په نتجه کې په ځمکه کې د زلزلې او په اسمان کې د بريښنا (رعد و برق) د منځته راتګ سبب کېږې .

د تاريخ په اوږدو کې د ځمکې پر مخ ډيري زياتې زلزلې راغلې چې ځني عمده زلزلې په لاندې جدول تشريح کېږې

د تاريخ په اوږدو کې پيښې شوې زلزلې او زيانونه يې

 

١-( جدول)

د زلزلې د واقع کېدو کال

د زلزلې د واقع کېدو ځاى

د مړو شوو کسانو تعداد

١٥٥٦م کال

شني- چېن

٨٣٠٠٠ زره تنه 

١٧٣٧م کال

کلکته- هندوستان

٣٠٠٠٠٠  زره تنه

١٩٢٠م کال

کانسو چېن

١٨٠٠٠٠ زره تنه

١٩٢٣م کال

توکېو يوهاما جاپان

١٤٣٠٠٠رزه تنه

١٨٩٠م کال

چېلي چېن

١٠٠٠٠زره تنه

١٦٦٧ م کال

شماخي قفقاز

٨٠٠٠٠زره تنه

١٩٠٨م کال

مسينا ايټاليا

٦٠٠٠٠زره تنه

١٧٥٥م کال

لزبون پرتګال 

٦٠٠٠٠زره تنه

١٧٩٧م کال

کېتو اکوادور

٤١٠٠٠زره تنه

١٧٥٥م کال

د ايران په شمال کې

٤٠٠٠٠زره تنه

١٧٥٩م کال

بعليک لبنان 

٣٠٠٠٠زره تنه

١٩٣٩م کال

ارزنګان ترکېه

٢٣٠٠٠زره تنه

١٩٠٥م کال                                         لي

کانګرا هند

٢٠٠٠٠زره تنه

 

د زلزلې د واقع کېدو علتونه

د زمانې په تيريدو سره خلک ورو ورو د ګومان نه راووتل او  حقيقت ته نژدې شول . د اتوم کاشف دېموکرتيس (Democrithas) لومړنې کس وو چې د زلزلې  په هکله يې افسانې علتونه رد کړل او وي يې وويل چې زلزله د باران د وريدنې په نتجه کې واقع کېږې .

مشهور شاعر اوويد (ovid) وويل هغه وخت چې ځمکه د لمر په لور نژدې کېږې زلزله منځ ته راځې

رومې فيلسوف لوکريتيس (Lucrethiias) بيا په دې عقيده وو چې د زلزلې د پيداکېدو سبب په ځمکه کې د لوىو ډبرو ځاى په ځاى کېدل دې او هلته د غارونو او چاودنو موجودېت دې . همدغه نظر د زلزلو د پيداکېد و او د اوسنيو  فريضو سريزه ګڼل کېږې .

کله چې په ١٧٥٥م کال کې د ماسا چوست په بوستون (Boston) ښار کې زلزله منځ ته راغله نو د هارورد د پوهنتون استاد (جان وينتروپ) خپله نظريه داسي وړاندې کړه د ځمکې په دننه کې د ځينو جسمونو ماليکولونه د اور په وسيله په بړاس (بخار) بدليږي دغه بړاس د ځمکې له داخل نه د چاودنو او درزونو له لاري پورته راځې چې په نتجه کې ځمکه لړزوي .

په ١٨ پيړۍ کې ايتالوى پوهانو ابي (Abbe) انتون (Anton) لازارو (Lazzaro ) او مورو ( moro)  د ځمکې يو کره ترسيمه کړه او په دې عقيده وو  هغه اورچې د ځمکې په تل کې پروت دې د زلزلو د منځ ته راتګ سبب ګرځې .

په وروستو دوه پيړيو کې پو هانو د زلزلو د واقع کېد و په اړه ډير معلومات لاس ته راوړي دې مګر تر اوسه يوي واحدې نظرې ته ندې رسيدلې .

ددغه نظريو په رڼا کې ويلې شو .چې. د زلزلو د پيداکېدو عامل د ځمکې د داخلې محرکه قواو نتجه ده . ځکه چې د ځمکې خاورينه کره چې په ښکاره يې موږ  يوي کلکې او جامدې سياري په څير ګورو مګرپه حقيقت کې داسي نه ده بلکې د ځمکې په تل کې يوه ګرمه او سوزونکې مايع پرته ده او دا له هغه وخت څخه پاتي ده څه وخت چې دا ټوله ځمکه د بليدونکو ګازونو څخه جوړه وه . او تر اوسه پورې بشپړ سوړوالي ته نده رسيدلې .

په غاليب ګومان د ځمکې هسته د اوسپني  او نيکلو نه جوړه ده چې د مايع په حالت کې قرار لرې . لنډا دا چې د زلزلې د پيداکېدو په اړه په عمومي ډول دومره ويلې شو . چې د ځمکې په دننه کې د لوىو چاودونو موجودېت د يو ځاى نه بل ځاى ته دمګما(سوځوونکې او اوبلن مواد ) و فوزان ( اتشفشان )

په ځمکه کې د لړزښت او زلزلو د پيداکېدو سبب ګرځې .

د زلزلې واقع کېدل د قرانکريم له نظره

بعضي خلک داسي عقيده لري چې ځمکه د غواي په ښکر باندې ولاړه ده او کله چې دا غواي خپل ښکر ته حرکت ورکړې زلزله واقع کېږې لکن دغه بالکل غلط نظر دې .

ددې په ځواب کې علامه ابن کثير په خپل تفسير کې په سورت قلم (٥١٥ايت) علامه خازن په سورت طه( ٢٤٩ايت )

د زلزلې د  واقع کېدو نوري وجي بيان وي چې بعضي شرعي او بعضي حسي دې

١- د الله ربالعلمين قدرت او علم دې چې پدې سره خپل بنده ګان ويروې.

٢- د انسانانو ګناهونه دې خصوصآ زنا کول .

٣ـ د ځمکې ګيس او بخار دې چې په ځمکه کې دننه جمع شي . نو هغه د ځمکې نه په ډيرقوت او شدت سره خارجيږې نو د دې سره په ځمکه کې زلزله راځې 

   شيخ الاسلام ابن تميېه په مجموعه الفتاوي کې ليکې دې .

ترجمه = زلزلې د هغه علاماتو څخه دې چې الله ج پدې سره خپل بنده ګان  ويروي  لکه څنګه چې د لمر او سپوږي په توريدو سره خپل مخلوق ويروي او ددې قسم حوادېثو لپاره اسباب د حکمتونو دې نو د الله ج د قدرت علامه کېدل چې الله ج پري خپل بنده ګان ويروي داددې حکمت دې .

د زلزلې په وخت کې جوي اوضاع

په لرغونو افسانو کې راغلې د هري زلزلې د راتلو نه لږ مخکې يو لړ نښي نښانې ځان څرګندوي . ددې نظريې پيروان په دې عقيده وو، چې زلزله په مني يا هم په پسرلي کې منځ ته راځې .

بلې ډلې و يلي دې  چې زلزله په اسمان کې د بريښنا سره  يو ځاى راځې همدارنګه ويل کېدل چې څاروي او الوتونکې حيوانات تر ټولود مخه د زلزلې د پيښيدو خبر راوړي شې   .

ارسطو په دې عقيده و چې زلزله د باد د لګيدونه وا قع کېداي شي. يعني هغه باد چې د ځمکې په دننه کې دې او د انسانانو د ساه ايستلو او اخيستلو ته ورته دې، د ځمکې د لړزيدو سبب ګرځي . هغه په دې نظر و، چې زلزله عموماً په مني او پسرلي کې چې هوا ډيره وچه او يا باراني وي او باد لګيږي منځ ته راځې، د هغه سره دا نظر هم وو، چې سپوږمۍ تندر نيول (خسوف) د زلزلې د پيدا کېدو سبب ګرځې، په زړه پوري خو داده چې د ارسطو نه څو پيړي وروسته ځينو زلزله پيژندونکو د امريکا د سانفرانسسکو د زلزلې علت همدا د سپوږمۍ تندر نيول وباله، رومي زلزله پوه پلنتي ( polinty) وايې: ځمکه هغه وخت لړزيږې، چې سمندر بيخې غلي وي. دومره باد يا وريځ وي، چې حتي الوتونکې الوتى هم نه شي هغه وويل: چې د بيړيو ماڼوګان ددغو نـښو نښانو نه د زلزلو د راتلو  وړاندوينه کولاي شي .

په الوتونکو کې د الوتني ناتوانې، د سمندر ناڅاپې تو فانې کېدل، په ټول اسمان کې د وريځو راخوريدل د زلزلې ذ نښو څخه ګڼل کېږې. هغه پدې عقيده وو، چې د مصر او فرانسې په هېوادونو کې ځکه زلزله نه کېږې، چې په اوړي او ژمې کې د زلزلې د کېدو امکان ډير کم وي  او هلته دواړه فصلونه ډير زيات اوږده وي. يوناني جغرافيه پوه پوزانياس ( pausanias) وايې: هغه نښي نښاني، چې د زلزلې له راتګ  ترمخه چې د انسانانو د خبرولو سبب ګرځې په لاندې ډول دې .

١- وچ کالي او يا هم دومداره باران.

٢- په اوړې کې د هوا دوپوالي

٣- د اوبو د چېنو و چېدل

٤- د توندو بادونو له امله وني د بيخه چپه کېدل

٥-  په اسمان کې سخته بريښنا

٦-په اسمان کې د ستورو د ځاى بدلون

٧-په ځمکه کې دننه د بادونو لګيدو غرار او اوازونه 

لنډا دا  چې د تاريخ په اږدو کې د زلزلې د راتلو په اړه ډيرې افسانې او خيالې قيصې ويل شوي دې خو د وروستيو څيړنو له مخې ويلي شو چې زلزله د کال په هر موسم او هر ډول جوې اوضاع کې منځ ته راتلي شې يوه جاپانې زلزله پيژندونکې د اب او هوا د جوې وضعې په اړه ١٨ ډيرې سختې زلزلې چې د پنځو پيړو په اږدو کې منځ ته راغلې وي تر څيړنې لاندې ونيولي په پاې کې دې نتجې ته ورسيده چې په ١٢ زلزلو کې جوې اوضاع ښه يا بالکل ښه وه په( ٢)دوه زلزلو کې وريځ وه . په( ٣)دري زلزلو کې واوري او باران وريده او يوه زلزله کې هوا سخته توفانې وه .

يوه امريکايې زلزله پيژندونکې  ورته څيړنې وکړې . او په پاې کې يې و ويل هغه زلزلې چې ما تر څيړني لاندې وه نيولي د هغې نه په  يوه کې  هم  په اسمان کې بريښنا نه وه 

د زلزلې د مطالعې علمي اهميت

د زلزلې څيړنه او مطالعه علمې اهميت لرې ځکه د يو ي خوا د بشر لپاره لوى لوى مصيبتونه راوړي او له بلي خوا بشر نه شي کولي چې د نن ورځې د علومو په واسطه د زلزلې د قواوو مخه و نيسي او يا يې کمه کړي .مګر که څيرته زلزلې په منظمه توګه تر څيړنې لاندې و نيول شي نو کېداي شې د زلزلو نه پيدا کېدونکو زيانونو اندازه کمه کړي شې . د زلزلې د څيړنې په اساس دا ستونزي پدې ډول حل کېداي شې

١- د هغو سيمو پيژندنه چې هلته د زلزلو د پيښيدلو احتمال موجود وي

٢- په مختلفو سيمو کې د زلزلې د قوي احتمالې ټاکنه

٣-د پيښيدونکې زلزلې د اعظمې قوي ( درجې) په مقابل کې د ودانيو جوړل

٤-د زيان اړوونکو زلزلو وړانددوينه چې خلک وه کولاي شې ځانونه وژغورې د نن ورځي علوم د همدغو ستونزو د حل په درشل کې دې . او زلزله پيژندونکې هڅه کوي چې هغه سيمې په دقيقه توګه معلومې کړې چې هلته د سختو زلزلو د راتلو امکان ليدل کېږې . په هره اندازه چې د پخوانيو زلزلو په هکله معلومات لاس ته راوړو او د نن ورځې زلزلې په دقثقه توګه ثبتې کړو نو په هم هغه اندازه د راتلونکو زلزلو  د خپريدو  او د هغوي د قوې او شدت اندازه ټاکلي شو .

نن ورځ د ځمکې د کرې پر مخ په مختلفو هيوادونو کې د زلزلې د اندازه کولو لپاره د ٥٠٠نه زيات سايز ميکې سټيشنونه فعاليت کوي  

د زلزلې اقسام :

د زلزلې اقسام په لاندې دري قسمونو کې تشريح کېږې

١- اورغورزوونکې زلزلې ٢- تکتونيکې زلزلې ٣- پلوتونيکې زلزلې

١- اور غورزوونکې زلزلې ( يا اتشفشاني زلزلې )

عبارت له هغه زلزلو څخه دې چې د اورغورزوني يا اتشفشان په نتجه کې منځ ته راځې . دا زلزلې اکثره دومره شدېدې نه وي مګر بعضي وختونه د ( لاوا Lava)  موادو د شاه او خوا د تخريباتو سبب کېږې . دارنګه زلزلې مخکې د واقع کېدونه اورغورزونه (اتشفشان ) صورت نيسي چې د بحر الکاهل په ټولو سواحلو کې دارنګه زلزلې صورت نيسې . چې اکثره تخريباتي جنبه لري او منطقوي ماتوالي  رامنځته کېږې  . او همدارنګه اورغورزوونکې  زلزلې د مدېترانې بحري بلخصوص د ايټاليا په سواحلو کې په ملاحظه رسيږي . د سمندرنو د شا او خوا زلزلې ټولې اورغورزوونکې منبع لرې

٢-تکتونيکې زلزلې  ( د توازون د نه موجودېت پليټونه )

دارنګه زلزلې فوري حرکت د ځمکې په قشر کې په وجود راولي . چې غالبآ  د ځمکې په قشر ٥.٢٥.٤  کېلومترو کې يې اثرات ليدل کېږې دارنګه حرکات د ځمکې د يو قسمت  د بې ځايه کېدو يا ماتوالې سبب ګرځې چې هم دې پدېدې ته شکستګې يا ماتوالي وويل کېږې . البته دارنګه زلزلې د رسوبي موادو د تراکم او د موادو د حرکت شدت د ځمکې په قشر کې موجود وي . چې بعضي وخت ډير دوام کوې او بعضي وخت زر تيريږي د يادولو وړ ده چې د ځکمې قشر تقريبآ د ٢٠ پليټونو څخه جوړ شوي چې نه موجودېت يې د توازن دلړزيدو د ځمکې په مخ باندې ملاحظه کېږې.

 

٣- پلوتونيکې زلزلې : 

دارنګه زلزلې د مګما طبقي  څخه سرچېنه اخلې چې د موجونو  ضربات يې په منځ د ٧٠٠-٢٥٠کېلومترو د ځمکې پر قشر باندې ډير شديد نه وي

څرنګه چې سرچېنه د زلزلې په ډيره عميقه برخه  د ځمکې کې و ي نو ځکه خسارات او ماتوالي يې د ځمکې په قشر باندې د بحث وړ ندې

پلوتو نيکې زلزلې د کېمياوي او ماليکولي عناصرو څخه منځ ته راځې . او هم دارنګه زلزلې د ژوروالي له لحاظه په درې ګروپونو ويشل شوي دې

١- عادي زلزلې = هغه زلزلې چې د ځکمې په ٥٠ کېلو متري او يا څه کم له ٥٠کېلو مترو کې   واقع کېږې

٢- هغه زلزلې چې د ځمکې په ٢٥٠نه تر ٧٠٠ کلو متري کې واقع کېږې

٣-هغه زلزله چې په متوسط ډول  د  ٥٠نه تر ٢٥٠کېلومتري کې واقع کېږې چې هم دارنګه زلزلې په ١٢ګروپونو باندې تقسم او دسته بندې شوي 

مصنوعي زلزلې:

په وروستيو څيړنو کې داسې څرګنده شوې  چې ځينې بشرې فغاليتونه لکه هستوي او اتومې چاودنې د اوبو بندونو جوړول د پمپونو په وسيله له ځمکې نه د نفتو رايستل او داسې نور انساني فعاليتونه هم په ځمکه کې د زلزلو د پيدا کېدو سبب ګرځي دغه ډول زلزلې د مصنوعي زلزلو په نوم يادېږې

د اتومي چاودنوله امله  زلزلې :

هر ډول چاودنه سپکه وي او که درنه په ځمکه کې د موجونو او څپو د پيداکېدو سبب ګرځې د يو اتومي بم د چاودنې او تخريب قوه کولاي شي چې د يو ي درنې او سختې طبعې زلزلې سره پرتله کړو له دې امله د اتومي چاودنو دقوې او شدت د اندازه کولو لپاره بايد د هم هغه وسايلو څخه استفاده وشې چې زلزلې پري اندازه کېږې .

تر اوسه د امريکا د متحده ايالتونو د ( نوادا )  سميې  دځمکې لاندې د دوه سوه نه زياتي اتومېي چاودنې شوي دي .

او هغه چاودېدونکې مواد چې په دې چاودنو کې مصرف شوې يو ميليون ميګاټنو (Megatoon) ته رسيږې.

چې دا مواد د يوي ٦ درجې زلزلې  لپاره کفايت کوي يا بس دې

يوه وړه هسته چې چاودنه پکې ٣ کلو ټن له (TNT) مادې څخه استفاده وشي د ريختر په ميقاس د ٤ درجې زلزلې  د منځ ته راتګ سبب ګرځې . دا يو سپکه زلزله ګڼل کېږې چې په يو کال کې د لس زرونه زياتې زلزلې  د ځمکې په کره کې واقع کېږې

په ١٩٧١م کال کې د اتومې انرژۍ د کميسون  له خوا ( د کنيکېن) په نامه اتومې چادونه د الوشيان د ټاپوګانو په ( ميتمکا ) کې رامنځ ته راغلې وه . د الوشيان ټاپوګان د زلزلې له پلوه يوه فعاله زلزله لرونکې سيمه وه دا تجربه يې چاودنه دومره درنه او شديده وه چې ددې کميسون ټول غړې يې د سختي اندېـښني  سره مخامخ کړل دد ې زلزلې اندازه (٧) درجې ثبت شوي وه . ددې چاودنې وروسته د څومياشتو پورې ټکانونه احساسيدل مګر په ښکاره د ورانيو او او ويجاړويو نښي نه ليدل کېدې . ددې چاودنې په اساس په سيمه کې (٢٢) طبعي زلزلې ٣.٥درجو په اندازه منځ ته راغلې

هيڅوک دا نشې تعينولي چې په راتلونکې کې به اتومي او هستوي چاودنې د سختو او تباه کوونکو زلزلو سبب نه شې .

د همدې فريضې په اساس په ١٩٩٨م کال د مي په ٢٨ نيټه د پاکستان د بلوچستان په ايالت کې يوه ازمايشي اتومي چاودنه وشوه . نو يو ورځ وروسته د مي په ٣٠ نيټه د افغانستان د بدخشان په ولايت کې د شهر بزرګ  په ښار کې يوه سخته زلزله منځ ته راغله چې له امله يې (٥٠٠٠) زيات خلک مړه او په زرګونو کورونه پکې له منځه ولاړ .

د دې زلزلې د خبر له خپريدو سره سم د لندن  واشنګټن او ماسکو په مشهورو ورځپاڼو کې کې وليکل شول چې د پاکستان اتومي چاودنې د افغانستان په شمال ختيځ کې چې يوه فعاله زلزله لرونکې سيمه ده دا زلزله منځته راوړي ده .

په هر حال د اتومي انرژۍ پو هان په دې عقيده دې چې د ځمکې د کرې پوټکې ډير ټنګ او سخت دې هغه چاودني چې د اتومي تجربو ، د کانونو د ايستلو او نورو اهدافو لپاره سر ته رسيږې ډير لږ خطر لرې .

د بندونو د جوړيدو له امله زلزلې:

د هندوستان د کوينا (Kovina) په سيمه کې د زلزله پيژندونکو د څيړنې د مخې له ١٩٦٢م کال نه دمخه د لته هيڅ زلزله نه ده ثبت شوې .

او د زلزلې له پلوه د نړۍ ډيره ارامه سيمه ګڼل کېده . کله چې په ١٩٦٢ م کال کې د لته د اوبو بند جوړ شو او په بند کې د اوبو زيرمي زياتي شوې نو له اوبو د سطحي له پورته کېدو سر سم په سيمه کې د زلزلې ټکانونه هم پيدا شول .

په ١٩٦٨م کال د ډسمبر په ١٠نيټه د ريختر په مقياس (٦.٤) درجې زلزله منځ ته راغله . چې د کوينا د سيمې زيات کلي يې له خاورو سره خاوري کړل .

پدې زلزله کې (١٧٧) تنه مړه او (٢٣٠٠) تنه ژوبل شول همدارنګه د کرماستا جهيل چې په (١٩٦٦) م د فبروري په مياشت کې د اوبو نه په خپل ټول ظرفيت ډک شو نو په سيمه کې د ريختر په مقياس د ٦.٣درجو په شدت يوه زلزله منځته راغله چې په نتجه کې (١٨٦٠) کورنه وران يو تن مړ او ٦٠ کسان ټپيان شول                                                                                                                                                      

د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې ددغه راز ډيرو ورته پيښو له مخي زلزله پوهان دې تنجې ته رسيدلې دې چې زلزله په بندونو او جهيلونو کې د اوبو د درانه وزن له مخې نه بلکې د ځمکې د لاندې طبقو او برخو ته د اوبو د نفوذ او ننوتلو په اساس منځته راځې .            

 

  د زلزلې مرکز او څپې:

هره زلزله يو مرکز لري د هغه مرکز څخه د زلزلې څپې او موجونه په هر لورې خپريږي  د مثال په توګه که مونږ د اوبو ډنډ ته يو کاڼى ګوزار کړو هر څومره چې څپې د کاڼي له ځايه لرې کېږې په هم هغه اندازه يې شدت او سرعت کميږې .

د زلزلې څپي او موجونه هم داسي دې څومره چې د مرکز نه لرې کېږې په هم هغه اندازه يې شدت او زيانونه کميږې .

د ځمکې په دننه کې د زلزلې دې مرکز ته ( هايپو سنتر )  او هغه سيمه چې د ځمکې په همدې مرکز باندې پرته وي ( ايپي سنټر) ورته ويل کېږې .د زلزلې په دوران کې لومړي سپک  او ورپسې  قوي ټکانونه منځته راځې . چې دا ټول د يو مرکز نه سرچېنه اخلې .

که چېرې د يوي زلزلې مرکز ( ايپي سنټر ) د خلکو نه په ډکه سيمه کې پروت وي نو بې شميره ځانې او مالې زيانونه منځته راوړې .

دغه قسم زلزلې په چېن ، جاپان ، چېلې او د امريکا په متحده ايالتو کې زياتې ليدل کېږې . او هم يې زمونږ د هيواد په بدخشان ، تخار، کابل ، او غزنې په ښارونو کې زيات زيانونه اړولي دې

د زلزلې مرکز د يو نه تر (٨٠٠) کېلو مترو په ژوروالي کې موقيعت لري .

د مرکز د ژوروالي له مخي زلزلې په څلورو  برخو ويشل کېږې

١- سطحي زلزلې ٢- عادي زلزلي ٣- منځني زلزلې ٤- ژورې زلزلې

١-سطحي زلزلې : دا هغه زلزلې دې چې مرکز يې د ځمکې له مخ نه ١٠ کېلو متره ژور   وي .ددې زلزلې يو مثال د ٠١٩٢٢)م کال د تاشکند زلزله ده چې د ښار نه د باندې چا حس نه کړې شوه .خو د ښار دننه کې يې (٣٦٠٠) کورونه له خاور سره برابر کړي وو . او په زرګونو کسان يې مړه او ژوبل کړي وو .

٢- عادي زلزلې : هغه زلزلې دې چې مرکز يې ١٠-٦٠کېلومترو پوري ژور وي

٣- منځنۍ زلزلې : عبارت له هغو زلزلو څخه دې چې مرکز يې ٦٠-٣٠٠ پوري ژور

پروت وي مثال يې د بدخشان زلزلې دې چې په ټوله اسيا او دهند په نيمه وچه کې حس

کېږې . ددې مرکز لرونکې زلزلې د ځمکې په مخ د زياتو ويجاړيو او زيانونو سبب ګرځې.

ددغه شان زلزلو مرکزونه د ارام سمندر په څنډو  برما، رومانيا ، يونان ، ايټاليا ، او د اطلس

د سمندر په جنوبي څنډو کې ثبت شوي دې .د افغانستان زلزلې هم د دا ډول زلزلو نه

ګڼل کېږې .

٤- ژورې زلزلې : هغه انرژي  چې د زلزلې په مرکز کې ازادېږي د خپل شا خوا په

کاڼو شګو او خاورو باندې قوي فشار واريدوي چې لومړي د انبساط او بيا د انقباض

سبب ګرځي . دغه عمله دزلزلې د اهتزازونو ( موج يا څپي ) د پيداکېدو سبب ګرځي

.چې د سايز ميکې څپو په نوم يادېږي او د زلزلې د مرکز نه په هر لوري خپريږي

د زلزلې د ثبت ددستګاه تقريبي سکېج  ( شکل ) 

 

 

د زلزلې د څپو سرعت او چټکتيا د مختلفو موادونه د تيريدو په وخت کې  مختلفې وي په فولادو کې په  يو ثانيه (٥.٨) کېلو متره په ميده خاورو کې ( ٢.٥) کېلو متره په شګو او جغل کې په يوه ثانيه کې( ١.٠٥)  کېلو مترو ته رسيږې .

نو ويلي شو چې څومره د چاپيريال ارتجاعت او محکميت زيات وي نو په هغه اندازه د څپو د انتشار سرعت هم زيات وي .

١- عمودي اهتزازونه : دا هغه اهتزازونه دې چې د ځمکې د مرکز نه د ځمکې مخ ته ٨٠ يا ٩٠ درجو په زاويه واريدېږي . پدغسي زلزلو کې کاڼې ودانۍ او هر څه هوا ته پورته کېږې .

لکه د ١٧٨٣م کال د ايټاليا د جنوب ( کالا بريا ) په زلزله کې لومړي يوه ودانې څو متره هوا ته پورته شوه او بيا بيرته راولوىده اوله منځه ولاړه کلاګانې برجونه ، دويوالونه ،وا دني ، او داسې نور شيان په هم هغه لوري چپه کوې .

٣- دايروي اهتزازونه : دا ډول زلزلې ډيري کمي وي . په (١٨٨٠)م کال کې چې کومه زلزله د جاپان د توکېو په ښار کې پيښه شوه هلته يو حرم و ليدل شو چې ځاى په ځاى څرخيده او هوا ته پورته شو .

د نړۍ زلزله لرونکې سيمې

د زلزلو د مرکزونو له تثبتولو  نه وروسته معلومه شوه چې د ځمکې د کرې په ټولو سيمو کې يو شان زلزلې نه وي . په ځينو کې هر کال بي شيمره زلزلې او په ځينو کې بيا هيڅ زلزلې نه دې ليدل شوي اوس معلومه شوه چې په ١٠٠کې ٩٠ زلزلې د ځمکې د کرې په دوه کمربندونو کې واقع کېږې-:  دا زلزله لرونکې کمر

 د ارام سمندر کمربند:      

بند داسيا د سواحلو نه تيريږې  د استراليا د شمال او ختيځ په لور غځيږې او د جنوبې او شمالي امريکا تر لوىدېځو سواحلو پوري رسيږې  دې کمربند د ارام سمندر د نيمايې نه زياته برخه نيولي ده نو ځکه په هم دې نوم يادېږې .

په ياد شوې کمربندکې د نړۍ ٨٠ فيصده زلزلې پيښيږي چې زياتره يې ژور مرکز ونه لرې چې د جاپان او فلپاين اوسيدونکې ترينه زيان مومي .

٢- د مدېتراني کمر بند :

نومړي کمربند د پرتګال نه شروع کېږې د مدېتراني له حوزي ،توري بحري، منځنۍ اسيا او د هماليا نه تيريږې تر اندونيزيا پوري رسيږې

ددې کمربند يوه څانګه د بايکال د جهيل په لور غځيدلي ده د ځمکې د کرې په ١٠٠کې ١٧زلزلې په دې کمر بند پوري اړه لرې .

افغانستان هم پدې کمربند کې پروت دې او پاتې  ٣ زلزلې له دې دوه کمربندونو څخه بهر رامنځ ته کېږې د اسيا او اورپا په شمالې برخو کې تر اوسه د زلزلو مرکزونه نه دې ثبت شوي نو داسي معلوميږي چې پدې سيمو کې زلزلې ندې راغلې .

ددې معلوماتو په وړاندې کولو سره داسې  ويلي شو چې هغه سيمې چې غرونه او دري ډيري لري پدغه سيمو کې زلزلې ډيري راځې . او کومي سيمې چې غرونه او دري نه لرې او ځمکې يې همواري وي زلزلې هم پکې نه راځې .

په زړه پوري خبره خو داده چې د ځمکې د کرې په مخ د زلزلو کمربندونه او اورغوزوني ( اتشفشان) مرکزونه دواړه يو ځاى پراته دې له داسې معلوميږي چې دواړه پيښې په يو بل پوري تړلې او يوه سرچېنه لرې

د زلزلې د شدت اندازه کول

د زلزلې نه د زيانونو او ويجاړيو د معلومولو لپاره ضرورې ده چې د زلزلې سختوالي او قوه و ټاکل شي د زلزله سنج د اخترا نه مخکې دا کار په مسکونې سيمو کې د انسان احساس او عيني شاهداتو په وسيله اټکل کېده لکن اوس په دوه ډوله سرته رسيږې .

١- ز لزلې شدت (Intensity  ):   په يو ځانګړې مکان يا ځاى کې د زلزلې د ټکانونو سختوالي بيانوې چې د عيني هشاهداتو او انسانې احساس په وسيله ټاکل کېږې .

په ١٩٠٢م کال کې ايټالوى زلزله پوه  ج مير کال (G. mercall) د همدې مشاهداتو په اساس  ټولې زلزلې  له ١تر ١٢ درجو پوري داسې تقسم کړي دې

١- درجه زلزله : دغه زلزله انسان نه شي حس کولي د زلزلو د دستګاوو په وسيله ثبتيږي

٢- درجه زلزله : دغه زلزله هغه وخت حس کېږې چې د يوي ودانۍ په پورتنې پوړ کې انسان د استراحت په حال کې وي

٣- درجه زلزله : د غه زلزله هم په کور کې په پورتنې پوړ کې ښه حس کېږې

٤- درجه زلزله : دغه زلزله د ازادې فضا په پرتله د ودانيو په د ننه کې ښه حس کېږې

٥- درجه زلزله : دغه زلزله تقريبآ هر څوک حس کولاي شې د يوالې ساعتونو ستني ودريږې په کوټو کې چوکۍ او ميزونه خوځيږې .

٦ درجه زلزله : په دې زلزله کې خلک په ويره له کورونو وزې په ځينو ځايونو کې خامو ودانيو ته ته زيان اړوي .

٧-درجه زلزله : په دې زلزله کې خلک په ويره له کورونو وزي په ځاى باندې سم نه شي ودريداي او د موټرو چلولو  په حال کې هم حس کېږې

٨ درجه زلزله : په دې زلزله کې په کوټه کې ميزونه او چوکۍ چپه کېږې هغه کسان چې د موتر د چلولو په حال کې وي د موتر کنټرول يې د لاسه اوزې  زړي او کمزورې وداني له منځه ځې

٩- درجه زلزله : په دې زلزله کې په پخو او کلکو ودانيو کې درزونه پيدا کېږې او ورسره په ځمکه کې لوى لوى چاودونه پيداکېږې .

١٠ درجه زلزله : په دغه درجه زلزله کې د ځمکې پر مخ د اوسپنې پټلې پري کېږې . او ځينو ځايونو کې ځمکه څيريږې .

١١-١٢- درجه زلزله : ددغو درجو لرونکو زلزلې عمومې تخريب منځ ته راوړې د ځمکې په مخ ولاړ څه نه پاتې کېږې . او ورسره سيندونه خپل مسيرته تغير ورکوي او نوي جهيلونه جوړوي .

 ٢- د زلزلې قدرت ( Domenico pignotor )

د زلزلې د دستګاو په وسيله د ثبت شوي زلزلې اندازه بيانوي په ورستيو وختو کې د زلزلو د اندازه کولو لپاره ډيرې حساسي دستګاوي منځ ته راغلې چې د سيسمو ګراف په نوم يادېږې .

امريکايې زلزله پوه چارلز ريختر (Ch . Richter ) د خپلو څيړنو په نتجه کې د زلزلو د ثبت ددستګاه په مرسته د زلزلو قدرت د مګنتو د M  له مخي ټاکې  

M هغه  مقدار انرژي ده چې د زلزلې په وخت کې ازادېږې چې د اندازه کولو دا مقياس د هم دې پوه ريختر په نامه يادېږ ې. ريختر د اندازه ګيري واحد ١-٩ درجو پوري دې .

لنډا دا چې د زلزلې قدرت د ځمکې د لړزيدني د لوىوالې  عظمت او شدت يې د هغه احساس ښکارندوي دې چې د زلزلې په وخت کې يې انسان حس کوي .ددې دواړو تر منځ دغه تناسب موجود دې

 (جدول ٢ )  د زلزلو د شدت اندازه د ريختر په مقياس راښ

د زلزلو د شدت اندازه

زلزله د ريختر په مقياس

١-٣

٢-٩-٢درجې

٤

٣-٩-٣درجې

٥-٦

٤-٩-٤درجې

٧

٥-٩-٥درجې

٨

٦-٩-٦درجې

٩-١٠ 

٧-٦-٧درجې

١١-١٢

٨ او د ٨ نه زياتي درجې

 

سره له دې چې د ريختر د اندازه ګيرۍ واحد تر (٩)درجو پوري دې خو تر اوسه د ريختر ٩ درجو په مقياس له نيکه مرغه کومه زلزله نه ده راغلي .

د ځينو احصائيو له مخې په هر کال کې د ځمکې په کره کې ٥٠ زره زلزلې د ريختر په مقياس ثبت شوې دې

٣(-٤)درجې  ٦ زره (٤-٥) درجې ٨٠٠زلزلې (٥-٦) درجې ٢٠ زلزلې (٧-٨) درجې او يوازي يوه زلزله د (٨-٩) درجو په منځ کې راغلي ده.

 

 

د زلزلې واړندوينه ( پيشګوې)

د زلزلې د وړاندويني ځني نښي نښآني په لنډه تو ګه داسي څرګندې شوي دې . بيلابيلو ځيړنو ښودلي چې د زلزلې د راتلو د مخه د چېنو ، کوهيانو او کاريزونو د اوبو سطحه او مقدار سمدلاسه کميږې او يا زياتيږې د خوند او مزي له پلوه پکې بدلون راځې .

تجربو ښودلې چې د زلزلې د راتلو د مخه د ځمکې پر مخ ځنې واړه واړه درزونه او چاودونه پيداکېږې چې ټول يې يو جهت يا لوري لرې .

که د زلزلې نه وروسته په دقيقه توګه و کتل شې نو زلزله هم له همدې درزنو څخه تيره شوي وي د غيري طبعي نښو پرته داسې ګزارشات هم ورکړل شوي دې چې د زلزلې د راتلو نه څو شپې د مخه په فضا کې ځينې نورانې وړانګي ليدل کېږې چې د شمال په لورې حرکت کوي او وروسته سم د لاسه د ختيز په لورې خپل تګ لورې بدلوى .

تجريبو ښودلي چې څاروې ، خزنده ګان ، او مرغان د زلزلې د راتلو د مخه خپل ځانګړې غبرګزنونه ښايې لکه خره ، سويې ، د ښکته نه پورته يعني د ژوري نه دلوړي په لور حرکت کوي . غوايې ، ميښي ، پسونه رمباړي وهي او هڅه کوي چې ځان خلاص کړي او په کوم لوري و تښتي .

سپي سخت سخت غاپې له او ځانه ويره څرګندوې. کورنۍ پيشوګاني ځان غونجوې او کوښښ کوي چې په سطل، کاسه ، دېګ او يا کوم بل ژور ځاى کې ځان پټ کړې . په کبانو کې ټليز مرګ  رامنځ ته کېږې، ندې او کوم چې ژوندې پاتي وي ډير ناارامه معلوميږي .

جاپانيان چې زيات وخت د سختو زلزلو سره مخامخ وي . د خپلو کورونو په ښيښي بکسونو کې يې يو ډول کبان ساتلي چې د ( ګربه ماهي ) په نوم يادېږي

دا کبان د زلزلې د راتګ نه دمخه زيات ناارامه ښکاري . چې جاپانيان دغه کبان د زلزلې د قاصد په نوم يادوي .

مرغان د ځمکې نه هوا ته الوځي تو ناارامه چغي وهي . موږکان او مږي له سوړو نه راوځي او هري خوا ته منډي وهي  په دقيقه توګه د زلزلې وړاندوينه ناشوني ده نو ځکه ډير احتياط پکار دې چې ځيني وخت د اوازو او افواګانو ښکار نه شو لکه په ٢٠٠٤م کال کې چې يوه افوا خپره شوه او خلک يې د تشويش سره مخامخ کړل .

نو بايد يادونه وکړو چې په اوسني وخت بشر په دې ندې توانيدلي چې سره د نوي ټکنالوژي په مرسته په دقيقه توګه د زلزلې وخت او نيټه وټاکې .

زلزله کېداي شي چې په هم دې وخت شيبه کې چې مونږ ورباندې ليکنه کوو واقع شي

او کېداي شي چې په ټول عمرکې د زلزلې سره مخامخ نه شو .

 

په افغانستان کې زلزلې

افغانستان د ځمکې د کري له زلزله لرونکو سيمو څخه دې چې د مدېتراني په کمربند کې پروت دې دا کمر بند چې د پرتګال نه شروع کېږې د مدېتراني له حوزي، توري بحيري ، منځني اسيا او هماليا نه تيريږي تر اندونيزيا پوري غحيدلي دې . د ټولو هغو زلزلو نه چې د ځمکې په کره کې راځي په ١٠٠کې ١٧ يې په همدې کمر بند پوري اړه لري .

په افغانستان کې له ډير پخوا زمانو څخه زلزلې منځ ته راغلي دې مګر لومړني مستند اسناد چې زمونږ لاس ته راغلي هغه د بابر په يادښتونو کې دې .

د کابل د زلزلې په اړه داسي ليکې په کابل کې يوي زلزلې په ١٥٠٥م کال کې ډير کورونه او کلاګاني

و لړزولي چې د زياتو خلکو د مرګ  ژوبلي سبب و ګرځيده د استرغچ د کلي په څنډو کې لوى چاودنه راغله چې د هغو د لاري په ځمکه کې د خاورو عمودې ښويدنه منځ ته راغله .

د ورستيو اسنادو له مخي په کابل کې د ( ١٨٨٩-١٩٩٤)م کلونو په موده کې څه نا څه ١٧ سختي زلزلې پيښي شوي دې همدارنکه هغه ١٢ زلزلې چې د ١٩٦٠م کال  نه تر ١٩٦٩ م کال پوري په کابل او شا او خوا سيمو کې راغلي په منظمه توګه ثبت  او ټولي تخنيکې ځانګړتياوي يې په لاندې جدول کې ځاى په ځاى شويدې.

 

(جدول ٣)

لاندې جدول د ځينو زلزلو د واقع کېدو موقيت او تاريخ ښي

 

کال

مياشت

روځ

عرضاالبلد

طولالبلد

ميګنيتود M

د زلزلې مرکزپه Km

د زلزلې شدت په بال

١٩٦٠

اګست

٢١

٣٤.٥

٧٠،٨

٦،٥

٤٣

٧،٥

١٩٦١

مي

٢٧

٣٥،٤

٧٠،٠

٤،٨

٣٢

٤،٩٥

١٩٦٢

فبروري

٢٤

٣٤،٣

٧٠،١

٤،٩

٢٥

٥،٤٥

١٩٦٥

جون

١٣

٣٣،٦

٦٩،٤

٤،٩

٥٠

٤،٤

١٩٦٥

اکتوبر

٢٦

٣٤،١

٧٠،٤

٥،٤

٥٧

٤،٣٥

١٩٦٦

فبروري

١٩

٣٥،١

٧٠،٨

٥،١

٦٨

٤،٢٥

١٩٦٦

مي

٧

٣٤،٦

٧٠،٧

٥،٤

١٩

٦،٨

١٩٦٦

مي

١١

٣٦،٥

٦٩،٨

٥،١

٤٨

٤،٨

١٩٦٦

اکتوبر

١

٣٤،٨

٧١،٠

٥،٣

٢٥

٥،٠

١٩٦٧

اګست

٤

٣٤،٨

٧٠،١

٤،٨

٣٣

٤،٩

١٩٦٨

سپتمبر

٢٦

٣٣،٧

٦٩،٩

٥،٢

٤٥

٥،٠

١٩٦٩

مي

١٥

٣٤،٦

٧٠،٩

٥.٦

٢٢

٦،٧

په ١٩٥٦م کال کې په باميانو کې يوه سخته زلزله چې شدت يې د ريختر په ميقاس (٩) درجې وو پدې زلزله کې د باميانو ښار او د هغه شا او خوا کلي په بشپړه توګه په منځه ولاړ .

له ٣٠٠ تنو ته زيات کسان پکې مړه شول . په غرونو کې لوى لوى ګټي او کمرونه   راولوىدل . ددغه زلزلې شدت د کابل په ښار کې (٨) درجو ته رسيده  چې زياتي ويجاړي يې رامنځته کړي .

په ١٩٣٥م کال د کوټي په ښار کې ډيره سخته زلزله چې شدت يې  (١٠) درجې وو واقع شوه چې ذکر شوي زلزلې د کندهار ښار هم و لړزاوه جي ويات مالي او ځاني تاوانونه يې د ځان سره لرل . دا زلزله تر اوسه د خلکو په ذهنونو کې ژوندۍ ده .

 په ١٩٣٤م کال کې يو ي درني زلزلې چې شدت يې (٩)درجې وو د ميمني ښار يې سخت و لړزاوه . چې زياتي ويجاړي او تاوانونه يې رامنځته کړل . زمونږ په هيواد کې تر ټولو زياتي زلزلې د بدخشان او تخار په زلايتونو کې راغلي دې .

چې شمير يې د ١٠٠٠زلزلو نه زيات دې پدې زلزلو کې دوه زلزلې چې د پام وړدې په لاندې توګه تشريح کېږې

١- در ستاق زلزله ؛ دا زلزله ١٩٩٨م کال د فبروري د مياشتي په ٥ نيټه د تخار د ولايت د رستاق په سيمه کې منځ ته راغلي . ددې زلزلې مرکز ( رباط حامدېن) د کلي په سيمه کې وو چې په نتجه کې د رستاق د ولسوالي ٢٦ کليو نه ٩ بيخي له خاورو سره خاوري شول . ٤٥٠٠ کسانو پکې خپل ژوند د لاسه ورکړ او نور ډير زيات مالي تاوانونه يې د ځان سره لرل .

٢- د شهر بزرګ  زلزله : د ١٩٩٨م کال د مي  مياشتي  په ٣٠ نيټه د غرمي په يولسو بجو يوي سختي زلزلې يو ځل بيا د تخار او بدخشان ولايتونه  و لړزول . داځل د زلزلې مرکز  د بدخشان ولايت د شهربزرک د ښار په لوىدېځ کې ( لوستان دره ) په سيمه کې موقيت درلود . پدې زلزله کې ٥٠٠٠نه زيات کسان مړه او هغه کورونه هم نړيدلي چې د د رستاق زلزلې  زيانمن کړي وو .

د معلوماتو له مخي ددې زلزلې له امله ٦٠% ويجاړي د شهر بزرګ  په ښار کې او ٤٠% د رستاق او چاه اب په ولسواليو کې منځ ته راغلي .

د شهربزرګ  د ٧٢ کليو نه ٥٠ کلي سخت زيانمن شوي وو . د همدې ورځي په ٢ بجو د زلزلې نور ټکا نونه منځ ته راغلل چې د پاتي زيانمنو شو ودانيو د ړنګيدو سبب شول .

په افغانستان کې د زلزلو مرکزونه ه تيرو څو لسيزو کې په افغانستان کې د زلزلو ثبت او مطالعه په منظمه توګه تر څيړنې لاندې نيولې وه . د کابل پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي په چوکاټ کې د ( قرغي ) په سيمه کې د زلزلې د ثبت دستګاه ځاى په ځاى شوي وه چې په خپل وخت کې د افغانستان د مختلفو سيمو د زلزلو په اړه ګټور معلومات راټول کړيدې.

کله چې په افغانستان کې د علومو اکاډمي تاسيس شوه نو ورسره جوخت د طبعي علومو په چوکاټ د سيسمولوژي ا نستيتوت هم منځ ته راغې . دې انستيتوت د پخواني شوروي اتحاد نه د زلزلې د ثبت لپاره يوه عصري د ستګاه لاس ته راوړه چې په خپل وخت کې يې د هيواد د زلزلو په اړه د پاملرنې وړ څيړنې سرته رسولي دې .

مګر وروسته د انقلاب په دوران کې له منځه تللي اوس مهال په هيواد کې هڅ ډول وسيله نشته چې  زلزله ورباندې ثبت شي .

د ١٩٠٧کال نه تر ١٩٤٤م کال پوري په افغانستان منځ ته راغلي او ثبت شوي ټولي زلزلې د يوي نقشي له مخي پر مخ باندې ترسيم شويدې .

پدې نقشه کې د هغو زلزلو مرکزونه ( ايپي سنټرونه ) د پيښيدو له کال سره يو ځاى ښودل شوي چې شدت يې د ريختر په مقياس

له ٥،٣-٨،٥درجو او مرکز ژوروالي يې د (١٠-٦٠کېلو مترو او ٦٠-٣٠٠) کېلو مترو پوري رسيږي .

د ارام سمندر کمربند

په ګاونډيو ه يوادونو کې د عمده زلزلو مرکزونه هم ښودل شوي دې . د نقشي له مخي نه ليدل کېږې چې د ټولو نه زياتي زلزلې د افغانستان په شمال ختيځ کې د بدخشان او تخار په سيمو کې منځ ته راغلي . پدې سيمه کې (١١٠٠) نه زياتي زلزلې ثبت شويدې ددغو زلزلو شمير د سيمې جنوب ختځ لورته په زياته ندازه کميږي .

د تخار او بدخشان هغه سيمې چې له ٣٥-٥- ٣٨درجو طولالبد  او ٨-٦٩-٧١٥)  درجو عرض اللبد په منځ کې پرتې دې تر ټولونه زياتي زلزلې لري . چې په يوه مربع کې ٤٠ مرکزونه ( ايپي سنټرونه ) ليدل کېږې

د ياودنې وړ خبره داده چې په افغانستان کې د زياتو زلزلو مرکزونه د هغو ژورو ښويدني په امتداد راته دې چې د ځمکې پوټکې قشر پري کوي او تر منټل پوري رسيږي ښايې د همدغو ژوروښويدونو موجودېت په افغانستان کې د زياتو زلزلو د راتلو علت هم دې. 

په افغانستان کې زلزله لرونکې سيمې

د پخواينو زلزلو د مرکزونو له ثبت نه څرګندېږي چې په ځينو سيمو کې ډيري  زلزلې په زيات شدت سره په ځينو سيمو کې په لږي زلزلې په لږ شدت سره او په ځينو سيمو کې ئا ډيري کمې او يا هڅ ده وي . تجربو ښودلي چې د زلزلو چې د زلزلو د پيداکېدو امکان په هغو سيمو ډير زيات وي چې هلته پخوا زلزلې راغلي وي .

مګر دا هم د ياده ويستل پکار نه دې . که چېري په يوه سيمه کې زلزله منځ ته نه راځي د هغي سيمې په شا او خوا کې چې کومي زلزلې منځ ته راځي نوموړي سيمه د هغو له زيانه څخه خوندې نه شي پاتي کېداي .

زلزله پوه ( ا-ب. سلايوا ) د خپلو څيړنو په سيمه کې د افغانستان زلزله لرونکې سيمې د زلزلې د شدت له مخي بيلي کړي او د افغانستان په عمومي نقشه کې ښودلي دې .

د افغانستان د سيمو د سايزميکې سکېچ له مخي دغه زلزله لرونکې سيمې پيژنو

١- ډيري فعاله زلزله لرونکې سيمې

په افغانستان کې تر ټولو زياته فعاله زلزله لرونکې سيمه د هيواد په شمال ختځ کې د بدخشان او تخار سيمې دې چې تر اوسه پوري پکې د زرونه زياتي زلزلې منځ ته راغلي دې . پدې سيمو کې فيض اباد ،شفنان شهر بزرک ، رستاق، چاه اب، چال ، تالقان اشکمش او درسره شا او خوا نوري سيمې د يادوني وړ دې . پدې سيمو کې د زلزلو شدت له ٨-٩ درجو پوري رسيږي ( د خواهان اشکمش) د ژوري ښويېدني ( شکسته ګي Faullt ) په امتداد موقيت لري .

ځيني پوهان پدې نظر دې چې همدې ښويېدني موجودېت په سيمه کې د زلزلو د منځ ته راتګ سبب ګرځي  ځکه هغه مقدار انرژي چې د ځمکې لاندې طبقو کې توليدېږي په ډير فشار سره ددغو شويېدنو او چاودنو له لاري خاريجيږي چې د ځمکې د لړزيدو سبب ګرځي

٢-منځنۍ زلزله لرونکې سيمې 

پدې سيمو کې د زلزلو شدت اندازه له ٧-٨درجو پوري رسيږي چې د واخان ، کندوز ، پروان ، کابل ، لوګر ، ميدان وردګ  ، کونړ ، هلمند ، کندهار، ميمني ، باميان، ځيني برخي ارزګان، زابل، پکتيکا او داسي نوري سيمې پکې شاملي دې .

٣- ضعيفي زلزله لرونکې سيمې              

 پدې سيمو کې د زلزلې شدت ٦-٧درجو په اندازه وي . داسيمې د متوسط ( منځنۍ) زلزلو لرونکو سيمو په څنډو کې يو نري کمربند جوړوي

٤- ډيري ضعيفي زلزله لرونکې سيمې

پدې سيمو کې د زلزلو د شدت اندازه د ٦ درجو نه ټيټه وي . چې پکې نيمروز ، فراه ، هرات، غزني، پکتيا ، مزارشريف ، فارياب، او داسې نورې سيمې شاملې دې.

د زلزلې په وخت کې ضروري پاملرنې

زمونږ په هيواد همدا اوس په يو تعداد خلک په داسي سيمو کې ژوند کوي چې هلته په پخوانيو وختونو کې ډيري قوي او سختي زلزلې منځ ته راغلي دې .

او دا ويره اوس موجوده ده چې په راتلونکو وختونو کې زلزلې واقع شي . پدې سيمو کې د بدخشان ،تخار ، کابل ، ميدان ، لوګر ، باميان ، او داسي نوري سيمې د ځانګړي پاملرني وړدې . خو ستونزه چې هڅوک نه پوهيږي چې څه وخت داسي قوي زلزلې پيداکېږې ښايې په اوس وخت کې احساس کړي ښايې په ټول عمر کې يې و نه ګوري .مګر هر چاته پکار ده چې د زلزلې په وخت کې اود زلزلې  نه وروسته يو لړ قواعد و نه ځان خبر کړي چې د زلزلو د اطلاعاتو ادارو لخوا توصيه شوي دې .

الف: د زلزلې په وخت ١- بايد ډير وار خطانه شو . د ځمکې لړزيدنه ويرونکې ده خو چې په تاسو باندې کوم شي رالويدلې نه وي تر هغې پورې کوم خطر نه شته . ځمکه هيڅکله داسي نه کوي چې خوله وازه کړي مونږ تير کړي هڅه وکړو خپل زغم او ثبات و ساتو زياته اندېښنه د زړه د پيل کېدو سبب ګرځي

 ٢- که چېرته د زلزلې په وخت کې په يوه ودانۍ کې دننه يو او بهر ته دوتلو امکان نه وي هڅه وکړې چې يو تختې يا ميز وغيره نه لاندې ننوزي . او يا هم دروازې د درشايې لاندې ودريږي

٣- د شمع ډيوه لاټن او حتي د تيلي د لګولو هڅه وه نه کړو چې په کوم ځاى چې اوربل وي هغه هم بايد مړ کړي شي .

٤- که چېري په دې وخت کې په سر خلاص چاپيريال کې لکه د کور په انګړ کې ياستي نو د ودانيو د دېوالونو د بريښنا د مزو د اوبو د نلونو څخه ځان وساتۍ .

٥- که جيرته مونږ په يوه داسي لوړپيزه وداني لکه ښونځي ، حکومتي اداره چې هلته د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وي نو دوانۍ څخه د وتلو په وخت کې وار خطايې و نه کړو .

٦- که چېري تاسو د موټر د چلولو په حال کې ياستي نو ځاى په ځاى خپل موټر ودروي موټر د زلزلې نه مصوون پاتي کېدو لپاره ډير ښه ځاى ګڼل کېږې

٧- که چېري د غره لمنه کې ياستي نو هڅه وکړي چې ځان له دې ځاى نه لري کړي . ځکه زلزلې په وخت کې د غره له جګو برخو څخه د کاڼو او تيږو د راشويېدو امکانات زيات وي

(ب) له زلزلې نه وروسته : کله چې ډاډه شوي چې نوره زلزله خلاصه شوه نو تر هر څه د مخه دغو تکو ته زياته پاملرنه وکړي

١- په کور کې د بريـښنا  سيمونه د اوبو نلونه او دګاز پايپونه په دقيه توګه سره وګوري سمدلاسه ترينه استفاده مه کوي

٢- که چېري د ګاز بوي مو حس کړ . سمدلاسه د کوټي کړکې او دروازي خلاصي کړي

٣- که چېري په کوم ځاى کې د اوبو نل پري شوي وي له بهر نه د اوبو جريان قطعه کړي

٤- که چېري په کوم ځاى کې د بريښنا مزي او سيم پري شوي وي نو تر هر څه له مخه د عمومي کنترول څخه برق جريان قطع کړي

٥- که ډير زيات ضرورت نه وي د تليفون نه استفاده مه کوي .

٦- بي ضرورته په ورانو شوو او نيمه ورانو شو ودانيو کې مه ګرځي

٧- په اضطراري حالاتو که شرايط اجازه درکوي راډيو او تلوىزون چالان کړي چې که حکومتي ابلاغيو څخه خبر شي .

٨-  له نيمه ويجاړه ودانيو څخه وزي ځکه امکان لري چې د زلزلې نور ټکانونه هغه وه نړوي

٩- که چېري تاسو د سمندر په غاړه کې ياستي نو د زلزلې له خلاصيدونه وروسته سمدلاسه د ساحل غاړه پريږدې او ځان يو لوړ ځاى ته ورسوي ځکه لږ وخت وروسته د زلزلې نه په سمندر کې پيداشوي چپي چې د ( تسونامي ) په نوم يادېږي ساحل ته يې د راتلو امکان موجود وي.            

 

 

اخځليک

                    د ليکوال نوم _______________ د کتاب _________________د چاپ نيټه 

                     ١ -  اينجينر زهير ستانه مير            په افغانستان کې زلزلې             کال ١٣٨٧

                     ٢ - لايق ابو خالد احمد غزنوى        امين الفتاوي                       کال ١٣٨٥

 

 

 

جانان 16.11.2009 08:19

سلامونه او نيکې هيلې !<br />تر هغه ځايه چې ما دا ليکنه ولوسته نو له نيکه مرغه د انچنير ستانه مير زهير کتاب ( په افغانستان کې زلزلې ) هم راسره په کور کې و. هغه مې له خپلې کتابخانې راواخيست ، کله چې مې ددې ليکنې سره پرتله کړ ټول کټ مټ په سلو کې سل ټکي په ټکي ورڅخه راخيستل شوی دی ، يوازې په يو ځای کې په شمار ٨ کرښې له کوم بل کتاب نه را اخيستل شوي دي . نو که د کتاب ليکنه همداسې وي،بيا خو دې سيد مسلم شا ه ته مبارک وي چې د بل کتاب مطالب را اخيستل او هغه په خپل نامه نيټ ته ورکول به څومره انصاف وي ؟؟؟؟؟؟؟<br />زه حېران هغه لارښود استاذ ته يم چې په کوم منطق خپل يو شاګرد داسې اجازه ورکوي چې هغه دې خپل تيزس په دې ډول وړاندې کړي . په دې کې د يوه شاګرد کومه هڅه او زيار يا څيړنه شامل دی چې دی ورباندې لسانس ترلاسه کوي . که همدا زموږ د پوهنتونونو حال وي نو بيا خو بايد له علم نه لاس ومينځو.....

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.