Banner

د لقمان حکيم (رح) له ويناوؤ څخه:

22.11.2009 08:17

رالېږونکی: حميدالله صديقي، د ګل غونډۍ له ليسې څخه
د لقمان حکيم (رح) له ويناوؤ څخه
۱- کوم کار چې د الله (ج) د رضا لپاره کوې له انسانانو ويره مه کوه.
۲- ډېر آوره او لږ غږېږه.
۳- الله او مرګ هيڅکله له ياده مه باسئ خپله ښېګڼه او د بل بدې هېره کړئ.
۴- په خيټه وږې په حکمت ماړه اوسئ.
۵- په لمانځه کې د زړه، په محل د ژبې، په غصه کې د لاس، په دسترخوان کې د ګيډې ساتنه کوئ.
۶- که دژبې له زيانه ځان ژغورل غواړی نو چپ او غلي اوسئ.
۷- رښتيا خبره مه پټوئ او درغو خبره له سره مه کوئ.
۸- هر چاته د هغه هنر او جوهر په اندازه مقام ورکړئ له افراط او تفريط کمي او زياتي څخه ډډه وکړي.
۹- د پوهانو ويناوې له جنتونه سره زر جوړوي.
۱۰- په هر جامعه بد ګمانه کېږي ګڼې په دنيا به هيڅ دوست او خواخوږي و نه مومئ.
۱۱- د دنيا ربړونه انسان وګڼئ او مرګ هيڅ وخت له ياده مه باسئ.
۱۲- د سهار د لمرختو په وخت کې مه ويده کېږۍ چې دا وخت، د عبادت وخت دی. په دې وخت کې خوب له بدبختۍ نه ډک وي.
۱۳- د علم په مرسته وحشت او ډار اچونه له منځه ځي.

محمدآصف"بهرامزوی" 22.11.2009 11:48

لمری گرم گرم سلامونه حمیدالله جانه دیرگتورمعلومات دی نویشته کری په قلم دی برکت شه په ځاځي واله مینه بهرمزوی حسن خیل دکندهارهوئی ډگرڅخه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.