Banner

ښځه اوس هم مظلوه ده : آريانا حق پال

05.12.2009 11:29

آريانا حق پال


ښځه اوس هم مظلوه ده


څرګنده ده چې د جهالت په دوره کې ښځه د الله تعالی مظلومه بنده وه، په ټولنې کې به يې ورته په ډېر سپک نظر کتل، په کورونو کې به له بنديانو نه هم ورسره بده رويه او چار چلند کېده، د رايې مشورې، تنقيد او احتساب حق يې نه درلود، د ژوندانه په يوې برخې کې به هم د هغې شهادت نه منل کېده ان تر دې چې ښځه به يې له پيدايښت سره سم ژوندۍ په قبر کې ښخوله.
دغه ننۍ دوره جهالت دوره نه بلکې د تهذيب او پرمختګ دوره بلل کېږي، دا د تيارې او ظلمت زمانه نه د روښنايي زمانه ګڼلی شي. د دې زمانې هدف د حقوقو پايمالول نه بلکې د حقوقو لاس ته راوړل او ځای پر ځای کول باله شي. لنډه دا چې د غلامۍ دوره ختمه شوې او د آزادۍ دوره راغلې ده، ښځه اوس په ملکي انتخاباتو کې برخه اخيستی شي، رايه ورکولی شي او ډېره لوړ تحصيل کولی شي، له يوه واړه دفتر څخه نيولې تر وزارتونو او ډېرو لويو کارخانو او کمپنيو پورې لارې يې پرمخ خلاصې دي، نن د شهادت، رايې، مشورې، تنقيد، احتساب او وراثت ټول حقوق په قانوني ډول ورکړل شوي دي. د لوبو په ډګر کې هم ورته برخه ورکړل شوې او هغوی اخيستې ده. ان تر دې چې په ځينو هېوادونو کې د مشرتابه مقام هم ورکړل شوی دی. خو افسوس چې په عمومي توګه په لرغونې زمانه کې څومره مظلومه وه اوس هم هماغومره مظلومه ده. د هغې په اړه لا تر اوسه پورې د جهالت دوره په بشپړه توګه پای ته نه ده رسېدلې، اوس هم د هغې د حقوقو پرځايول کم خو خوړل يې ډېر دي.
هغه والدين چې له آخرت څخه نه وېرېږي پرون يې هم خپلې لوڼې د جايداد له شرعي حق څخه محرومولې او نن يې هم محروموي. او د پخوا په شان اوس هم د هغې په زېږېدنې خپګان او خواشيني ښکاره کوي او تر ټولو لوی ظلم په دې دوره کې دا دی چې پر ښځو باندې تجارت کوي. زما په نظر دا يو داسې ظالمانه حرکت دی چې د دې زمانې د آزادۍ، مراعات، حقوقو او مرستې نوم او نښان يې بې معنا کړی دی.
کله چې سړی په دکان کې ښځه د پيرلو او پلورلو په حال کې ويني نو د هغې په مظلومتيا او بې چارګۍ سړي ته ژړا راشي او دا د ښځې له جسماني ښکلا څخه نا جايزه ګټه اخيستل دي. دغه دنده هغې ته په دې اخلاقي بنياد لاس ته نه ده ورغلې چې هغه بې روزګاره يا په ژوند کې بې ياره مددګاره ده يا دا سمه ده چې د هغې تعليم به له دغې دندې سره اړيکې لري خو دا صرف د تجارت لپاره استعمالېږي دا ځکه چې د دې په شتون او موجوديت کې ګاهکان جذبېږي. او په دې ډول د مالک د دکان د ښکلا لامل ګرځي. د ښځې هغه سپېڅلې جسم له خپل مېړه پرته له بل هر چا څخه ستر دي. او د نامحرم د تجاوز په صورت کې قتل هم ورته جايز دی نن هغه د فلم په پرده کې نيمه بر بنډېږي او صرف د څو روپیو په بدل کې پر هغې باندې هغه ټول کردارونه ادا کېږي کوم چې په عادي حالت کې يې هيڅکله يوه ښځه نه شي زغملای.
ناوړه کيسو، بې کيفه مکالمو، د عياشۍ موسيقي، بې روحه منظرو او داسې نورو ته د ښځې د جسم پرده اچول کېږي. په فلم کې د هغې درولو څخه موخه يواې د نراينه وو د پرېوتو جذبو پارول،او  د فساد خورول دي


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.