Banner

پښتون : انديښمن ځاځى

15.12.2009 05:54

غزل

چې وي پښتون او په خپل ننګ توره اوچته نه کړي

يا د ظالم سره په جنګ توره اوچته نه کړي

يا د خپل قوم  د آزادۍ د سر لوړۍ له پاره

په سپين ډګر او په غورځنګ توره اوچته نه کړي

بياخو پښتون نه دى پښتون ورته ويلاى نه شي

چې د غليم مخ کې په شرنګ توره اوچته نه کړي

روح د خوشحال څنګه  آرام څنګه سکون بيدا کړي

پښتون په سر چې د اورنګ توره اوچته نه کړي

وخت به قايل نه شي تر هغې د پښتون وقار ته

چې د ابدال د وحدت زنګ توره اوچته نه کړي

ددې شکمن وخت  دا شکونه به مات نه کړي پښتون

چر لراو بر په هر کړنګ توره اوچته نه کړي

ددې ميوند د ملالۍ تاريخ به څوک ژوندى کړي

چې پښتنه مو په پالنګ توره اوچته نه کړي

چې د ټوپک په ځاى په لاس ورته قلم ورکوي

بيا چې مې قوم په دې ملنګ توره اوچته نه کړي

ورته دوعا کړه انديښمنه د وحدت او علميت

چې يو اوبل ته څنګ په څنګ توره اوچته نه کړي

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى

پوهنيارسيدحضرت 16.12.2009 10:58

ګران اوښاغلې انديښمن ځاځې
سلامونه اونېکې هيلې
ډيرښکلې شعرموويلې دې.
په دې شعرکې دوه څيزونوډیرزيات خوندراکړ. يودټوپک په ځای دقلم کارونه اوبل له يوبل وژنې لاس اخيستنه . لوی خدای ج دې ستاسودعاچه دافغانانودملی وحدت اوپه علم سره دهغودسمبالتيا لپاره موکړيده قبوله وګرځوی.
په اافغانی - پښتنی احساس اوقلم موبرکت شه.

په پښتنی مينه او درنښت
پوهنيارسيدحضرت
بروسل ښارـ بلجيم

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره

لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.