Banner

د غره سړى: انديښمن ځاځى

17.12.2009 12:08

غزل

 زه چې ستا نه شومه د چا شومه د ځان هم نه يم

بدنامه شوم خو د سيال نه شوم په چا ګران هم نه يم

ځواني مې داسې هم د چا غمونو لولپه کړه

چې زوړ به نه يم خو هغه پخوانى ځوان هم نه يم

سر مه څنډه د زنې خال دې ښکلومه ګله

د زنې سر دې نه چيچمه دومره وران هم نه يم

يوازې يم يوازې هم نه يم غمونه دې شته

هجران وژلى يم خو غم کې د هجران هم نه يم

چې کله ځان ته هم ستا شوڼدو کې بې پامه راشم

سته مينه ناک هغه د سرو شونډو قربان ه نه يم

د غره سړى يمه په يوه خندا هم  زړه پلورمه

ګټې ته نه ګورم سوا کړم په تاوان هم نه يم

زړه خو مې دى خو څنګه کور د ظالم وران کړم ورته

سمندر نه يمه لښکر نه يم طوفان هم نه يم

پريشان به يم دومره چې خپل ځان رانه هير شوى دى

ستا د ځومبک ځومبک اوربل په شان پريشان هم نه يم

خداى ته به ګرم يمه ضرور زه انديښمن ملګرو

خو ګرم انسان ته نه يم ګرم  خپل وجدان هم نه يم

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.